تاند- د افغانستان د ولسمشر لومړی مرستیال جنرال عبدالرشید دوستم په درې ورځني سفر نن متحده عربي اماراتو ته ورسېد.
د اماراتو د دولتي خبري اژانس د راپور له مخې د افغانستان د ولسمشر لومړي مرستیال او ورسره ملګري پلاوي ته د دوبۍ په نړیوال هوايي ډګر کې د متحده عربي اماراتو د ولسمشر سلاکار شهزاده ډاکتر شیخ سلطان النهیان او په امارتو کې د افغانستان سفیر ډاکتر نجیب الله مجددي هرکلی ووایه.
د متحده عربي اماراتو خبري اژانس دغه هیواد ته د جنرال دوستم د سفر د هدف په اړه څه نه دي ویلي.
دا د نوي حکومت له جوړېدو وروسته د ښاغلي دوستم دوهم بهرنی سفر دی. تر دې مخکې ترکیې ته په څو ورځني سفر تللی وو.