استاد سنګروال

                    استاد شهسوار سنګروال   

د تخار او کندوز فرقې او په تېره ۵۳ فرقه چې د عبدالرشيد دوستم په قومنداني جوړه شوه، د دغو ټولو فرقو له جوړېدو سره سم د کارمل ډلې کوښښ کاوه چې خپل کسان په مهمو ځايونو کې ځای پرځای کړي.

د ساري په توګه کله چې د کندوز قل اردو جوړه شوه قومندان يې تورن جنرال داود عزيزي وټاکل شو. نوموړی نه يوازې يوپوځي وو، بلکې د کارمل له ډېرو نږدې پلويانو څخه ګڼل کېده.

د قل اردو مرستيال محب علي او سياسي امر عبدالقيوم هم د کارمل نږدې خواخوږي ول. له دې سربېره د تخار د «۵۵» فرقې قومندان عجب ګل مزاری، د داود عزيز په وړانديز او د نجيب الله په منظوري دغې دندې ته وګمارل شو.

د دې په څنګ کې د کارمل ډلې توکميزو ناندريو ته، بې درېغه لمن وهله او نجيب يې پدې تور نوه چې د لږ کيو پر وړاندې ناسم چلن کوي.

فضل احمد طغيان او محمد نعيم شهي هغه متعصبه توکمپال وه چې د کارومل د واک لپاره يې د نجيب الله پر وړاندې په ډاګه کړه چې په افغانستان کې ۸۰ سلنه د پوځ لوړ رتبه چارواکي پښتانه دي او ۲۰ سلنه يې تاجک، اوزبک، هزاره او نور لږکي دي.

طغيان د ۱۳۶۹ کال په سر کې له معلم عبد الرزاق سره اړيکې ټينګې کړې، چې د تاشقرغان په سيمه کې، د دې لپاره چې په دولت فشار راوړي وې پتېله چې د کابل او حيرتان لاره وتړي.

د طغيان په څېر پيګير هم په دې لټه کې وه چې دوستم په سياسي ګروت کې راولي، او دوستم چې دغه خبرتيا ترلاسه کړې وه چې نجيب الله پدې پوه شوی دی، دی د کارمل د ډلې تر اغېزې لاندې دی او د همدې لپاره يې معلم امان الله مشهور په ګيلم جمع دېته هڅولی دی چې د دولتي امنيت د ۷۴ رياست په چوکاټ کې د يوه قومي ځواک قومندان که څه هم د دوستم او ګليم جمع ملېشاوې خوست او کندهار کې د خپل واک لپاره د پښتنو پر وړاندې جنګولې، ولې پدې لټه کې هم وه چې د دوستم زياتېدونکی واک د يوه بل الترناتيف له لارې کابو کړي. لکه چې وويل شو دوستم پدې هم خوابدی وه چې په ۱۳۶۹ کال جنرال تاج محمد د بلخ د دولتي امنيت د ريس په توګه ټاکل شوی وه. دی له يوې خوا پدې خواشينی وه چې جنرال خان اقاله دندې ګوښه شو او له بلې خوا د بلخ ګارنيزيون له مينځه لاړ او دريمه خبره دا چې جنرال جمعه اڅک چې د ده ريښتنی سيال وه د نجيب الله د حکومت له خوا نه د واک او ځواک له مخې پياوړی کېده.

له ټولو مهمه دا چې د ببرک کارمل يوه نږدې پلوي عبدالقيوم رحماني د يوې مېلمستيا په ترڅ کې چې پخپل کورکې دوستم ته بلنه ورکړې وه ورته وويل:

دا چې دومره ازبک او ترکمن توکمه ځوانان چې د دولت د حاکميت لپاره وينې تويوي د څه لپاره او د چا لپاره؟

ده ورته وويل چې زه د فرقې له اصلي تشکيل نه ډېرې پيسې او وسلې ترلاسه کوم چې هم ځان پياوړی کړم او هم د شهيدانو له کورنيو سره مرسته وکړم. نوموړي ورته وويل: کومې پيسې چې ترلاسه کوې د دې ارزښت لري چې د ځوانانو دومره وينې د نجيب د واک او ځواک لپاره تويوې؟ د کارمل ډلې له بېلابېلو لارو د کورنيو او بهرنيو استخباراتو په ګډون د نجيب الله حکومت د نسکورولو لپاره هڅه کوله چې له هرې لارې کېږي بايد خپلې موخې ته ورسېږي.

د افغانستان په شمال کې يو شمېر نورې ډلې هم د دولت له خوا وسلوالې شوې، خو کله چې د نجيب الله واک مخ په ځوړه شو، دغو وسلوالو ډلو هم له نوموړي نه مخ واړوو، چې موږ د ګروه کار د سازا، سفزا، او نورې ډلې د بېلګې په توګه يادولی شو.

نجيب الله هم پدې پوهېدلی وه چې يوشمېر سياسي او پوځي ډلې دواړه غاړې خوري، نو ځکه يې د (سازا) زحمتکشانو په انقلابي سازمان غږ وکړ چې خپل لوری په ګوته کړي.

د امر صمد پنوم يوتن سازايي چې د محبوب الله کوشاني له باوري کسانو څخه وه د نجيب الله، له مخالفينو سره يې لاس يو کړی وه. نه يوازې کوشاني هغه د سيمې يو مخور ګاڼه بلکې فريد مزدک هم دی د يوه ټولنيز شخصيت پنوم ستايه.

همدا ډول سازمان فدايان زحمتکشان افغانستان (سفزا) چې د سازا يانو په څېر له بدخشان نه تر کندوز پورې فعال وه خپلې «ستمي» ګټې يې پاللې. د سازا د قومي کنډک قومندان شريف، په بدخشان کې د پوره واک څښتن ول، چې د دولت له لارې هم پيسې ترلاسه کولې او هم وسلې. د افغانستان د زحمتکشانو انقلابي ګوند چې بنسټګر يې محمد طاهر بدخشي وه په ۱۳۴۷ کال جوړشو. خو په ۱۳۵۶ کال د «سازا» او «سفزا» په نومونو ووېشل شو. چې د سازا مشر پخپله بدخشي او د سفزا مشر په ښکاره بهرالدين باعث ولې ګونديزې چارې د محمد اسماعيل اکبر په غاړه وې. دا ځکه چې مولانا باعث دغه مهال بندي وو.

سلطان علي کشتمند که له يوې خوا دسازا د مشر طاهر بدخشي د خور مېړه وه، نو پدې بنسټ يې د کارمل په سپارښتنه د نجيب الله پر وړاندې لمسول اوله بلې خوا يې د توکم او مذهب پنوم له شيعه ګوندونو سره اړيکې درلودې.

د اړوندو پېښو په تړاو کوم ګواښ چې د نجيب الله واکمنۍ ته پېښ وو، د کابو کولو لپاره يې د هېواد په شمال کې په داسې يو بنسټيز جوړښت فکر نه وو شوی چې راتلونکې غميزې مخه يې نيولې وی.

که څه هم نجيب د جمعه اڅک تر مشرۍ لاندې يوه اوپراتيفي ډله په ملکي او پوځي چارو کې د سمسکي لپاره ګمارلې وه خو د يو شمېر لاملونو له کبله پاتې راغله.

د شوروي ځواکونو له وتلو وروسته داسې فکر کېده چې شوروي افغانستان پرېښود. په ښکاره خو يې پوځونه ترشا کړل ولې په سياسي چارو کې بيا هم ژورې ريښې درلودې. دوی نه غوښتل چې افغانستان له لاسه ورکړي، نو ځکه خو يې د هېواد په شمال، مزار شريف کې خپلې سياسي ريښې ټينګې کړې.

شوروي سلاکارانو له يوې خوا نجيب الله ته دغه سلا او مشوره ورکړه چې جنوب او جنوب شرقي ولايتونه په دې نوم چې دولت د دې جوګه ندی چې د مرکزي حکومت تر واک لاندې وساتي، بايد پرېږدي. او له بلې خوا يې ورته وويل چې د هېواد شمالي ولايتونه پياوړي کړي.

شوروي اتحاد په دې کار سره دوه موخې درلودې، يو دا چې د مينځنۍ اسيا هېوادونه له راتلونکي ګواښ نه وژغوري دويم دا چې، که چېرې مجاهدين د هېواد په سهل کې واک ته رسېږي شمال به د دوی د خواخوږو او په سر کې د کارمل د پلويانو په ولکه کې پاتې شي.

ولې بنسټيزه موخه يې د افغانستان تجزيه وه چې په شمال او جنوب يې ووېشي.

د نجيب الله د تېروتنو په لړ کې يوه تېروتنه دا وه چې د کونړ او نورستان ولايتونه او سيمې يې پرېښودې او خوست يې له لاسه ورکړ، دويم دا چې جمعه اڅک يې پخپل لاس بې وسه او بې کسه کړ. که څه هم اڅک پخپله هم د ملکي او پوځي ادارې وړتيا يې نه درلوده، خو بيا هم نجيب الله ته پکار وه چې هغه يې ځواکمن کړی وی.

له يوې خوا د جمعه اڅک کمزوری دريځ او له بلې خوا د شوروي اتحاد په سلا او سپارښتنه د ګروه کار، د دوستم او په جوزجان، فارياب، بلخ او سرپل کې د قومي غونډونو او په تېره د ۵۳ فرقې پوځي ځواکمنتيا او پياوړتيا وه چې د نجيب الله حکومت يې را نسکور کړ. جمعه اڅک چې د شمال د زون د اوپراتيفي امر په توګه زړه نا زړه پوځي، سياسي، اداري او استخباراتي چارې پر مخ وړلې، لايې د کارمل د ډلې ناوړو موخو ته لار پرانسته.

نوموړي له يوې خوا د کارمل، کشتمند، عظيمي او د نجيب الله مسير هاندې هڅې ليدلې او له بلې خوا يې نجيب ليده چې پرېکنده چلن نکوي.

د شوروي بې درېغه اقتصادي او پوځي مرستې چې د حيرتانو له لارې راتللې دا پخپله يوه ستونزه وه چې نجيب الله ورته په ډېرې ځيرکتيا پام ونکړ، نو ځکه شورويانو د خپلو شومو هيلو لپاره دا هرڅه په مزار شريف کې زخيره کول او مزار يې د افغانستان د دويمې پلازمېنې په توګه په هر اړخيز ډول پياوړی کړ.

لاکله چې نجيب الله مسير د صدراعظم د مرستيال په توګه د شمال اقتصادي او اجتماعي زون د شورويانو په سپارښتنه جوړ کړ او د رياست چارې يې هم پخپله غاړه واخستې، دا يو بل ګواښ وه چې د نجيب الله واک يې وګواښه.

نجيب الله مسير لوړې زده کړې په شوروي کې سرته رسولې وې نو ځکه يې په زړورتيا سره د دوستم پاڅون ته لار پرانسته، او د شمال د ائتلاف پنوم يې د چارواکو يو ۱۴ کسيز تشکل جوړ کړ. جمعه اڅکه له يوې خوا دغه ستونزې پخپلو سترګو ليدلې او له بلې خوا د شرف الدين بدر پنوم چې د جنرال رفيع دوست وو. ده ته د زون په داخل کې ستونزې جوړولې.

په همدې بنسټ جمعه اڅک لومړی وغوښته چې د بلخ د ګارنيزيون قومندان بدر له خپلې مخې لرې کړي او له بلې خوا يې په ۱۳۶۹ کال د وږي په مياشت کې وپتېله چې ګارنيزيون د نجيب الله په سلا له مينځه يوسي. ولې د مخالفينو له سخت غبرګون سره مخ شو، دا ځکه چې:

۱ – جنرال دوستم او مومن ځکه خواشيني شول چې جمعه اڅک او د بلخ د دولتي امنيت له ريس تاج محمد سره ښې اړيکې نه درلودې. که څه هم نجيب الله دوستم ته دومره حق ورکړی وه چې نېغ په نېغه به يې اړيکې ورسره نيولې، چې په دې سره د اڅک او توريته له مينځه تلله.

۲ – لوی درستيز اصف د لاور هم پرته له دې چې د جمعه اڅک څرګندونې واوري شبرغان ته لاړ او د دوستم د ځواکونو له خوا بدرګه شو.

کله چې د دولت اباد ولسوالي د دولت له ولکې نه ووته جمعه اڅک د دې وس نه درلود چې هغه بېرته ونيسي. خو کله چې د دوستم ځواکونو هغه بېرته لاندې کړه نومړي وړانديز وکړ چې ديوې پوځي ډلګۍ د ځاى پر ځاى کولو لپاره د يوه نوي تشکيل  منظوري ترلاسه کړي. اصف د لاور هم پدې وړانديز لاسليک وکړ.

۳ – جمعه اڅک له دې سره ځکه مخالفت وښود چې دوستم بايد دومره پياوړی نشي. همدغه امکان بايد د اردو او څارندوی ځواکونو ته ورکړ شي.

ماڼوکي منګل هم نجيب الله ته وويل، که دوستم، جنرال مومن، د بلخ د هوايي ځواکونو قومندان هلال، جنرال احمد يار او يو شمېر نور پياوړي شي د قومونو توازن له مينځه ځي او له ټولو مهمه دا چې د دوستم او سيد منصور نادري ځواکمنتيا د مرکزي حکومت د ګواښلو لپاره يو ستر لامل ګڼل کېدلی شي.

۴ – نجيب الله د منګل د وړانديز په تړاو له وطنجار او رازمحمد پکتين سره په سلا او مشوره ډګروال ستار بشرمل د جنرال مومن پر ځای د حيرتانو (ايري تام) د ګارنيزيون قومندان وټاکه، رسول بې خدای يې د ۱۸فرقې قومندان کړ، او د هلال په عوض يې جمعه نظيمي مقرر کړ.

جنرال مومن د کارمل او دوستم د سپارښتنې له مخې د نجيب الله امر ونه مانه او له جنرال دوستم او د (۸۰) فرقې له مرستيال حسام الدين نه مرسته وغوښته، چې د سيد منصور نادري قومي فرقه وه.

د مومن د بغاوت له ملاتړ نه، نه يوازې دوستم د مرستې ژمنه وکړه بلکې د سيا سي بېرو يو شمېر غړو لکه فريد مزدک، محمود بريالی، سلطان علي کشتمند، کاوياني او د بهرنيو چارو وزير عبدالوکيل هم خپل ملاتړ اعلان کړ او هغه يې دېته وهڅوه چې پخپل هوډ ټينګ ودرېږي.

۵ – دوستم چې له يوې خوا د کارمل د ډلې په سر کې د پيګير په ګروت کې وو هره ګړۍ يې د نجيب پر کړو وړو نيوکه کوله او له بلې خوا دی پخپله هم د نوموړي په وروستيو کړو وړو نا خوښه وه، نو ډېره ښه پلمه په لاس ورغله.

د عظيمي د څرګندونو له مخې چې نجيب الله ته يې ويلي ول چې ګني جنرال دوستم د افغانستان د خاورې له تماميت او د نجيب له حاکميت نه دفاع کوي، غوره به وي چې د ده په وړانديزونو غور وشي او ښه به وي چې جمعه اڅک کابل ته وغوښتل شي.

د افغانستان د لويې غميزې يو لامل پخپله عظيمي وه چې د کارمل د ډلې، د قهرمانۍ او اتلولۍ ډبره يې په سينه وهله چې بايد اڅک، رسول او تاج محمد لرې شي چې د دوی «بزکشي» او «وزلوبې» ته سياسي ډګر چې د افغانستان د تجزيې تګلاره وه برابرشي.

۶ – د نجيب الله وروستی دريځ دومره کمزوری شوی وه چې نه يې په دوست باور کولی شو او نه هم په دښمن… کله کله يې خپل دښمن ته د دوست په سترګه کتل.

دوستانو يې د شا لخوا پرې بريد وکړ او دښمنانو يې مخامخ… جنرال رفيع او سليمان لايق د ده له نږدې خوا خوږو څخه وه چې رفيع له يوه پلاوي سره شبرغان ته لاړ او د دوستم هغه وړانديز ته يې غاړه کېښوده چې نه يوازې هغه درې تنه له دندو ګوښه شي بلکې جنرال مومن پخپلې پخوانۍ دندې پاتې شي.

د دې په څنګ کې په دې ټکو هم ټينګار وکړ چې:

۱ – دوستم بايد د شمال اوپراتيفي ريس وټاکل شي.

۲ – پوځي کارپوهان د دوستم له خوا او ملکي کارپوهان بايد د بريالي او کاوياني له خوا په دندو وګمارل شي.

۳ – جنرال مومن بايد پخپلې دندې پاتې شي                

4 thoughts on “جنرال دوستم ځواکمن و اوکه ډاکترنجيب کمزوری؟      ”
  1. سلام استاد
    رشتیا ! یو شمیر افغا نان لاھم دوارہ غاری خوری ۔ ھمدغو دا فغانستان کرکیچ پہ دیر حساس وخت کی سترو پیچومو سرہ مخامخ کر نجیب گاو لکہ دکرزی پہ شان دیری تاریخی سھوی او غلطی وکری خینی بیا لہ ھغہ نہ یو اتل جورکر
    سلیمان لایق خو خان تہ اکادمیسن وایی نہ پوھیزم کومہ برخہ کی

  2. سلامونه،
    استاد سنګروال صیب ته په احترام؛اودليکنوپه تاييدېې؛
    د افغانستان د دولت مشرانو همدا مضر احتیاط او ده چې بیا بیا د ولس د قتل عامونو لامل ګرځي!.
    شهید ډ.نجیب الله اوله اشتباه د تڼي سره کپل و، بل دا چې تر آخره د پرچمیتوب له اړخه وانه وښت(وطن ګوند؟) او د خپلو جنرالانو په سجل او سوانحو نه پوهیده!!؛ د نفت و ګاز دو ستم هم همده جنرالۍ ته رسولی و خو په پای کې همهاغه د ده د وژلو غیر مستقیم عامل سو.
    دا چې آی اس اي او جمعیت جنایتکار نظاراوټلوالې د ځینو طالبنما ګانو سره څه د بوسو لاندې اوبه تیرولې او په پای کې ېې نجیب ګویا پر ټالیپانو ووازه ؟… دا ، استاد سنګر وال ساب ته د بلې څیړنې سوژه کیدای شي. په درناوۍ.

  3. له استاد شهسوار سنګروال څخه په ډېر ادب سره مننه کوم ، ریښتیا هم چې د اضلي توطئې زړي یې را سپړلي ، ځکه اوس هم همغه د تجزیې روسي پلوه تارونه په نظام کې د ننه او د باندې سره غړل کېږي او همغه د ډاکټر نجیب اشتباه ګانې او د ببرک کارمل او ملګرو توطئیې د ستمیانو اپر چمیانو ، شعله یانو او هزاره ګانو او په ټوله کې د شمالي ټلوالې په ملاتړ ښې په درز کې روانې دي ، داسې برېښي چې یو ځل بیا همغه کوتاوې په لاره اچول شوې ، خو امریکایان او ؤلسمشر په سخته اشتباه کې لوېدلي ،چې آخوا یې د لر و پښتنو ، او دېخوایې د برو پښتنو ملاتړ له لاسه وتونکی دئ ځکه چې همدا اوس ټول واک په نظام کې د ننه د نظام له مخالفینو سره دئ او دا کار په قصدي ډول روان دئ ، چې قرباني به یې تر شا ډېره وي ،خوافغامنان به افغانستان هېڅکله هم له لاسه ور نه کړي ، انشاءالله العزیز . ( محمد انور ولید )

  4. له استاد شهسوار سنګروال صیب څخه په منې ! دوستانو ! دا همغه د ډاکټر نجیب د اشتباه ګانو او د روسانو زړه تو طيه ده چې یو ځل بیا پر نجیب باندې دببرک کارمل له خوا د کودتاګانو په څېر روانه ده . دلته ورته نورې کودتاګانې د شمالي ټلوالې تجزیه طلبه سیاسي او نظامي حرکتونه په لاره اچول شوي او غواړي افغانستان تجزیه کړي او یا ټول واک په لاس کې واخلي او پښتانه په لوی لاس د نابودۍ کندې ته په عملي ډول وسپاري ، څه مړه کړي ، څه کډه کېدو ته اړ کړي او څه نورو خلکوته د هغوی په جغرافیو ور وپلوري ، او نیست او نابود یې کړي .له واکه یې وباسي . جنګېزیان او کولابیان سره یو لاس شوي ایران ، پاکستان ، اوروسیه یې تر شا ولاړ دي ، خو امریکایان او ددولت سر مشریزه دواړه په سخته اشتباه کې لوېدلي ، دوی باید د افغانستان په جنوب کې ټولو اختلافاتو ته د واقعي سولې په راتلو سره د پای ټکی کېږدي په خپلو کې دې سره یو لاس شي او اوسني زدو بندونه دي د ملي یووالي په راوستو سره نور ختم کړي ، ځکه همدوی د سولې اصلي خنډونه دي . کنه نو خپله به ختم شي ، خو افغانستان به وروسته له ډېرو قربانیو ورکولو انشاء الله العزیز په خپل حال یو موټی پاتې وي او پاتې به شي ، (محمد انور ولید )

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *