تاند- د پاکستان د پوځ لوی درستیز جنرال راحیل شریف نن د لنډ وخت لپاره کابل ته راغی او د افغانستان له ولسمشر محمد اشرف غني سره یې د افغانستان د سولې په اړه خبرې وکړې.

پاکستاني رسنۍ وايي چې راحیل شریف له ولسمشر غني سره په کتنه کې په افغانستان کې د سولې او ثبات په اړه د پاکستان پر ملاتړ بیا ټینګار وکړ.

راحیل شریف په داسي حال کې کابل ته راغی چې ټاکل شوې ده په لنډو ورځو کې د افغانستان د حکومت او طالبانو د استازو ترمنځ له یوه اوږده ځنډه وروسته مخامخ خبرې وشي.

د پاکستان د پوځ د عامه اړیکو د خبرپاڼې له مخې، جنرال راحیل شریف د تاجکستان له یو ورځني سفره د راستنېدو په مهال په کابل کې د لنډ وخت لپاره تم شو.

ده د افغانستان مشرتابه ته د دغه هیواد د سولې او ثبات په برخه کې د زړه له کومې د بشپړ ملاتړ ډاډ ورکړ.

په خبرپاڼه کې ویل شوي چې د افغانستان ولسمشر د پاکستان د پوځ هلې ځلې تایید کړې.

جنرال راحیل په کابل کې د ناټو د غوڅ ملاتړ د ماموریت د قوماندې د بدلون په مراسمو کې هم ګډون وکړ.

د غوڅ ملاتړ ماموریت قومانده له جنرال کېمبل څخه جنرال نیکلسن ته وسپارل شوه.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *