تاند- په داسي حال کې چې د اروزګان په مرکز ترینکوټ کې د والي او امنیه قوماندانۍ په څو سوه مترۍ کې سخته جګړه روانه ده، د کندهار امنیه قوماندان جنرال عبدالرازق د اروزګان د خلکو ملاتړ ته دانګلي دي.
راپورونه وايي چې د اروزګان د والي په شمول ټول چارواکي د دغه ولایت هوايي ډګر ته تښتېدلي، طالبان په ترینکوټ کې دولتي سرتېرو ته د بې جګړې تسلیمېدو په صورت کې د عفوې اعلانونه کوي، د کندهار امنیه قوماندان جنرال عبدارازق د اروزګان د جګړې قومانده په خپل لاس کې اخیستې او له کندهاره یې د اروزګان په لور ځواکونه له ځان سره روان کړي دي.
د افغانستان دفاع او کورنیو چارو وزارتونو هم تایید کړه چې د کندهار امنیه قوماندان جنرال رازق ترینکوټ ته رسېدلی او د جګړې قومانده په غاړه لري.
د کورنیو چارو وزارت ویندوی صدیق صدیقي نن /پنجشنبه/ رسنیو ته وویل، جنرال رازق له کندهاره کومکي ځواک ترینکوټ ته لېږلی دی او ناټو هم هوايي مرسته وررسولې ده.
صدیقي ونه ویل چې له هوايي مرستې یې منظور څه دی خو ویې ویل چې د ترینکوټ په شاوخوا کې پر طالبانو بریدونه شوي دي.
په همدې حال کې له ترینکوټه ترلاسه شوي راپورونه وايي چې د جنرال رازق ځواکونه هڅه کوي چې هوايي ډګر ته د طالبانو د رسېدو مخه ونیسي او دغه راز د ښار په ځینو برخو کې له طالبانو سره په شدیده جګړه کې بوخت دي.
ویل کېږي چې د رازق د قواوو له رسېدو سره طالبانو د خلکو په کورونو کې پناه اخیستې او له کورونو ډزې کوي.
طالبانو ورته کار د کندوز ښار د نیولو په مهال هم کړی و چې له کبله یې ډېر کورونه ونړېدل.
د اروزګان ولایتي چارواکي وايي چې د ۱۰۰ کومانډو ځواکونو په ګډون یو شمېر کومکي ځواکونه ترینکوټ ته رسېدلي دي.
څرګنده نه ده چې دا ځواکونه ولي پرون او وړمه ورځ چې جګړه شېبه په شېبه ښار ته ورنژدې کېده، ترینکوټ ته نه استول کېدل.
په جنرال صیب باندی ویاړم الله ج راته ژوندی بری او ټالیبانو هسی ځانونه د غاړی ده راباندی وژنی یی الله ج ټول سربازان راته ژوندی لری په یاړم د سنګر په ملګرو