تاند- د کندهار امنیه قوماندان جنرال عبدالرازق نن /پنجشنبه/ وویل چې د طالبانو له مشرانو سره یې په هیواد او له هیواده دباندې د سولې په اړه خبرې کړي دي.
قوماندان رازق وویل چې په تېرو ۲ میاشتو کې یې د طالبانو له مشرانو سره په داسې حال کې څلور ځلې خبرې کړي چې د امریکا، اروپايي هیوادونو، سعودي عربستان او ځینو نورو هیوادونو استازي هم حاضر ول.
خو ده وویل چې په دې پروسه کې د افغانستان ولسمشر یا مرکزي حکومت شامل نه دی.
وسله وال طالبان له کلونو راهیسې د سولې د مخامخ خبرو لپاره د افغانستان د حکومت غوښتنه ردوي او ظاهراً طالبان د افغانستان له مرکزي حکومت سره خبرې د افغانستان د حکومت د رسمیت پېژندلو په معنا ګڼي.
جنرال رازق له طالبانو سره موافقې ته ډېر هیله من دی او وايي، که موافقې ته ورسېږي، د کوټې شورا نیمايي غړي به هیواد ته راستانه شي.
جنرال رازق تر دې پخوا هم څو خلې ویلي و چې د کوټې د شورا یو شمېر غړي او کورنۍ یې کندهار ته ستنې شوي او په خوندي ځای کې یې اړولي دي.
د جنرال رازق په وینا له طالبانو سره په کتنو کې په دې خبرې شوي چې طالبانو ته په کابینه، ملي شورا او نورو برخو کې برخه ورکړل شي.
ده ونه ویل چېتراوسه پورې د دواړو خواوو د موافقې په لار کې خنډ څه دی خو ویې ویل چې پخوا له هغو طالب مشرانو سره چې له جګړې یې لاس اخیستي دي، ژمنې نه دي عملي شوي خو دا ځل د نړیوالو په همږغۍ او مرسته پر یوه داسې میکانیزم کار شوی چې پر اساس یې طالبانو ته د ملي شورا او کابینې په ګډون په ټولو دولتي برخو کې ځای ورکول کېږي.