تاند، دوشنبه، د سنبلې ۱۸مه: په افغانستان کې د ناټو او امریکايي ځواکونو عمومي قومندان سکاټ مېلر له دوحې نه په راګرځېدو ویلي چې له افغان ځواکونو سره په ګډه به د طالبانو ځپلو ته دوام ورکړي.
سکاټ مېلر له اجرائیه رئیس عبدالله سره لیدنه کې دا خبره کړې ده او ډاډ یې ورکړی چې وروستیو نظامي او امنیتي بدلونونو ته په پام به د طالبانو پر ضد د ناټو او افغان ځواکونو عملیات دوام لري.
جنرال سکاټ مېلر څو ورځې وړاندې له زلمي خلیلزاد سره یو ځای دوحې ته تللی و، تر څو له طالبانو سره د افغانستان د وروستي وضعیت په تړاو اندېښنې مطرح کړي.
دا په داسې حال کې ده چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو هم طالبان ګواښلي دي که خپل چلند کې تغییر رانه وړي نو پر ضد به یې نظامي فشارونه بیا له سره نوي کړي.
بلخوا طالبانو هم دغې ډلې سره د امریکا د مذاکراتو ځنډولو څخه وروسته واشنګټن ته د خبرو د دوام بلنه ورکړې او زیاته کړې یې ده چې د جګړې دوام به پخپله امریکایانو ته مالي او ځاني زیان واړوي.