جنرال عبدالرازق

تاند – د کندهار د امنیې قوماندان او د سیمې بانفوذه پوځي مشر جنرال عبدالرازق د شمال ټلوالې د سرسخت پلوي استاد عبدالرب رسول سیاف د تېرې ورځې د څرګندونو په وړاندې توند غبرګون وښود.

ویل کیږي چې ښاغلي سیاف تېره ورځ د جمعیت اسلامي د وژل شوي مشر برهان الدین رباني د تلین په مراسمو کې خبرې کولې چې د نورو تر څنګ یې له حکومت نه دا غوښتنه وکړه چې د مجاهدینو د مشرانو په نامه دې دولتي مډالونه راوباسي.

استاد عبدالرب رسول سیاف
استاد عبدالرب رسول سیاف

په یوه ویډیو کې چې په ټولنیزو رسنیو خپره شوې ښاغلی عبدالرازق وایي چې سیاف دې د افغانستان هغه خلک چې له لاسه یې افغانستان په ټوټو وېشل شوی وو له احمدشاه بابا، میرویس نیکه، وزیراکبرخان، میرمسجدي خان او نورو ملي مشرانو سره نه برابروي. جنرال رازق وایي، «زه له استاد سياف او نورو هغو چې ځانونه جهادي مشران ګڼي، غوښتنه کوم چې خپل غله دې د دغه هېواد له پخوانيو ملي مشرانو سره نه برابروي، غازي امان الله خان دا هېواد له بهرني استعماره خلاص کړى، احمدشاه بابا او ميرويس نيکه د دغه هېواد جوړوونکي وو او لومړنۍ خښته يې هم دوى ايښې ده.»

جنرال عبدالرازق وایي، غازي امان الله خان، وزير محمداکبر خان، مير مسجدي خان او لسګونه نور ملي مشران بايد د پنځو ورځو له نا اهله کسانو سره برابر نه شي. هغه وویل، ايا دوى غواړي چې دولتي مډالونه دې د زرداد، قلم، توپان او نورو هغو په نومونونو ونومول شي چا چې د جهاد په نوم جنايتونه کړي؟

ملا محمدعمر مجاهد
ملا محمدعمر مجاهد

جنرال په خپلو خبرو کې مخکې ځي او وایي چې د جهاد او مقاومت په نامه د ده او هغه نومونه، ستاینې او درناوی د ولس لپاره د منلو وړ نه دی، جهاد ولس کړی دی او که نه بیا خو تر ټولو ښه جهاد ملا دادالله او ملاعمر کړی دی چې ملا دادالله په کې خپلې دواړه پښې له لاسه ورکړې. ښاغلی رازق وایي، «که خبره د جهاد وي، نو بيا خو ملا دادالله ښه مجاهد و چې په دې لاره کې يې خپلې پښې له لاسه ورکړې وې، ملا عمر ښه مجاهد و چې دلته يې نه ځمکې او نه جايداد شته، هغه چې د جهاد او مقاومت شعار ورکوي، په زرګونو جریبه ځمکې يې لاندې کړې دي، په لسګونو ماڼۍ يې جوړې کړې دي، ايا دوى د چور او چپاول لپاره جهاد کړى و؟»

ښاغلی رازق زیاتوي، «که خبره د جهاد وي، نو بيا خو ملا عمر تر ټولو ښه مجاهد و چې دا هېواد يې د دوى له شره خلاص کړ، دا هېواد يې له ملک الطوايفي خلاص کړ چې په هره سيمه کې څو څو حکومتونه وو، هغه مهال زه هم د شر او فساد په همدې اداره کې وم، خو اوس پښېمانه يم او وايم چې ما بد کار کړى دى.»

جنرال عبدالرازق د شمال ټلوالې د پاتې شونو په هکله چې په ډېرو مواردو کې د افغانستان ځمکنۍ بشپړتیا ګواښي وایي، «موږ د شل کاله مخکې افغانستان نه غواړو او نه دې هغوى هغه خوبونه ويني، تېر ځل خو هغوى دا موقع ترلاسه کړه چې تر کولاب او مشهده ورسېدل، خو دا ځل به هغه حالت هم نه وي.»

ملا دادالله
ملا دادالله

ویل کیږی چې د قوماندان احمدشاه مسعود او د ارواښاد برهان الدین رباني تر مشرۍ لاندې د نظار شورا او جمعیت اسلامي د ملېشو قوماندانانو له ۲۰۰۱ کال راهیسې په سلګونو او زرګونو میلیونه ډالر مرستې چې د غربي هېوادونو له خوا د افغانستان د بیا رغونې لپاره کېدلې چور او چپاول کړې، او د دې تر څنګ یې د افغانستان د وروستیو لسیزو د جنجالي څېرې او جنایتکار احمدشاه مسعود لپاره د ملي قهرمان او د برهان الدین رباني لپاره د سولې د قهرمان القاب ترلاسه کړل.

11 thoughts on “جنرال عبدالرازق: ملا دادالله او ملامحمدعمر تر ټولو ښه مجاهدین ول چې هېڅ غلاوې یې نه وې کړې”
  1. I LOVE YOU GENRAAL RAZEEQ KHAN ACHEKZAI,YOU ARE THE ONLY ONE TO SAY TRUE,ALL MUJAHEED LEADER BECOME MILLIONAIRE,EXCEPT MAULAWEE KHALIS.
    HOWMANY HOUSE SYAAF GOT IN KABUL WAZEER AKBERKHAN MEENA.
    WHEN HE BUY THIS HOUSE,HOW HE MAKE THIS MONEY,
    WHY SYAAF AND INGENIR AHMADSHAH AHMADZAI BECOME IN PROBLEM.
    BECAUSE OF CORRUPTION OF HOUSES,
    I WANT LONG LIFE GOOD HEALTH FOR YOU,
    PLEASE TAKE CARE YOUR SELF,SECURITY OF YOU,
    THANK YOU

  2. وایی تنګ امد به جنګ امد، بس ده، بس دی، دمسعود کوڅه ډه بو نور بس دی، ځمونږ دسر کاسه هم په پوره ډول ډکه شویده

    ښاغلی جنرال عبدالرازق اودهغه ټولو قهرمانو شاه ځلمیانو ته لمړی په ډیر درناوی سلامونه اواحترامات وړاندی کووم.

    بیا سیاف اودهغه آغه دغه مسعودی کوڅه ډه بی ډلی ټپلی ته وایم، چه نور بس کړی، دیموکراسی، سیاف کراسی اویو څوکوڅه ډبکراسی هم حد لری

    وګوری دغه دمسعود یوڅو کوڅه ډه بو په دغه ۱۵ کالو کی څه ونکړه، داد مسعود ورځ ده، دا د ربانی ورځ ده اواخر داچه دا دمجهوله سقاو ورځ ده .

    بیا دغو اوباشانو اوکوڅه ډه بو ته دورځی لمانځل هم زده نه دی، په دغو ورځو کی کله ډزی کوی، کله بی ګناه خلک ولی، کله غلاوی کوی اوکله دمشرانو په مقابل کی ګوستاخی او بی ادبی کوی.

    نو دقهرمان جنرال صاحب عبدالرازق څخه ځمونږ هم همدغه هیله وه اوده، چه نور باید چپه خوله پاتی شوی نه وای، اوس چه جنرال صاحب خپل اواز اوچت کړه، نو مونږ ټول ریښتینی افغانان دده تر شاه او قوماندی لاندی ولاړ یاستو، فقط دادی امر وکړی، کبر او غرور دیی پکی نه وی، کوڅه ډه بی خومود پښو لاندی دی خوخبری دکولاب اوتهران د سلامی کیدو کوه.

    عزتمندو او ریښتنو افغانانو ورونو، مونږ هره ورځ په دغه نسل وژنی جنګ کی د ۴۰۰ په شاوخوا کی وژل کیږو، او ددغه وژنو اصلی تراحان او پلانونکی جاسوسان همدغه کوڅه ډه بی دی، نوښه خبره به دا وی چه مونږ په یوه چغه دغه دشمن د پښو لاندی او باداران یی سلامی کړو

    والسلام

  3. دسترجنرال صاحب وينادټولوافغانانوملى
    احساسات په ويښيدوراوستل اوله حقيقت څخه ډکه وينا ىي وکړه مونږ ټول افغانان يي ستاينه کوو

  4. We pashtoon are the majority of Afghanistan if we want to do any legal things so no one can stop us but only need the right head person and we must also be very calm and clever because the Minority always make problems and we have to deal with right Decision

  5. وایمه هره مور دی داسی یو ځوان پښتون نړی ته راوړی
    ژوندی دی وی دا ځوان جنرال

  6. د جنرال صاحب رازق ټولی خبری واقعیت دی او دده لوړ همت ته هر افغان سلام کوی الله تعالی د غیرتی خلکو ملاتړی او حافظ وی نور دد غلو جوالی موږ له خپل مشر سره نه پرتله کوو دا تول هغه خاینن دی چی اوولس یی همیش له شانه حلال کړی دی سیاف بلکل له ځانه د جهاد میراث خور جوړ کړی ورشه د زوی او د ممتاز او د توفان مورده ګاو خانی وتړه هندو می نه لیدو او شیخ الحدیث ورسته لدی به موږ هم قسم واخلو چی د پښتنو مشرانو ته څو په سپکه سترګه وګوری سترګی یی لکه د پاکستانیانو او روسانو را وباسو دا ټول فسادونه د عطا او ددی نور د………. بچیانو دی پنچرمینان خو چی لویوی همدا به یی حال وی نور باید غنی صاحب هم دی ټلوالی ته حوصله ونکړی رازق صاحب موږ تر مرګه در سره ولاړ یو هم د قلم او هم د ټوپک په زور دا ټلوله د یوه پلار اولاد ندی میم زور ما ټول د ما اوس خو ددوی شعار همدا دی زه که د غنی په ځای وای چی ویلی وای چی جهاد او مقاومت سر می یی پری کوی

  7. جنرال صاحب عبدالرازق د میرویس خان او احمد شاه بابا دصادق او اصیل لارروی په ټوګه کولی شی د مجاهدو علماوو په مشوره د افغانانو او افغانستان د نجات لیاره د هغوی دواړو پر پلونو ، پل کیږدی او متین ګامونه پورته کړی . او باید ووایم چه زموږ غټ مشکل او عامل د تباهی په یو محور نه راټولیدل او بیا همدا کورنی غله دی چه د اجنبی شراچوونکو سره یو ځای زموږ کور ورانوی او د بن د تړون له لاری په ټولو جبهو کی راسره جنګیږی او غواړی چه د منطقوی او نړیوالو جنایتکارانو سره یو ځای په عام وژنه زموږ فیصدی راټیټه او دی سره ځان حاکم ،فاتح او یواځی دانه بلکه مجاهد به هم دوی وی ،حال داچه دملی ګټو غله قهرمانان ۹۰ ٪ ددوی ارکان جوړوی ددوی اصلی وظیفه او اهداف په تیرو ۲۵ کلونو کی همدا وه او هیڅوک هم نشی ښودلی چه دوی کوم ملی هدف لپاره خدمت او تلاش کړی وی .
    دوی سیاف صاحب او دیته ورته نورونه منحیث سپر دملت د غولونی لپاره کار اخلی او دوی دخپلو جاهلی تعصباتو لپاره کاروی چه وروستنی ګستاخی او بد اخلاقی یی د کرزی صاحب په وړاندی همدا ثابتوی (هغه کرزی چه تیر ۱۴ کلونو کی ترهر چا زیات دنورو حق یی دوی ته ورکړی) ځکه کرزی صاحب پدی نژدی ورځو کی ددوی له اهدافو سره دوه ټکره لری چه یو یی دده نظر د بی بی سی سره د سقاو د زوی په ارتباط اوبله هم د صلحی ژبه له طالبانو سره ،چه صلح ددوی داهدافو لپاره موانع جوړوی او قوی اداره او افغانستان دوی ته خوشآیند نه دی. ځکه بیا ملت حساب غواړی
    زموږ دا مسلح ګوندونه چه د امنیت ملی ، پولیس او ملی اردو زیات وسایل یی غلا کړی یایی ملی کارونه خپل ګوند ته منحصر ساتلی یا دا چه د ځینو ګاونډیو نه وسلی او پیسی اخیستی یا نوری معاملی چه جنګ او وژنی یی تحمیل کړی دا ټول هغه اهداف تعقیبوی چه ملی ګټو سره شدید تصادم لری ،کورنی جګړی تشدیدوی او همدا فضا کی دوی خپله بقا او ژوند ګوری خو که قوی اداره او حکومت قایم شی د تیرو ۱۴ کالو لوی فسادونه چه دوی ترسره کړی ملت تری حساب غواړی او ددوی موازی حکومت چه د غلا ،غصب او تجاوز لپاره جوړ شوی او هر څه کی چه د دوی ګټه نه وی نور په اخلال د امن یی ګواښی چه یو مثال یی دانتخاباتو پایله،ددوی باخت او بیا د حکومت وحدت ملی تولد دی او دیته ورته نور غیر قانونی او باغی حرکات چه دملت ګټی او امن شدیدا زیانمن کوی او همیشه به دا ګواښنی وی او امتیازات؟
    نو ویلی شو چه دا ټول هغه څه دی چه د ملی ګټو اوجهادی عمل خلاف حرکات دی چه طغیان ،شر او تجاوز ته لمن وهی او د دښمنانو لوبی نوری هم زیاتوی چه مسلمان افغان ته د منلو وړ نه دی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *