تاند- د ولسمشرۍ کاندید جنرال عبدالرحیم وردک نن له کاندیداتورۍ لاس واخیست خو د کوم کاندید په ګټه نه دی تېر شوی.

تر دې مخکې فیوم کرزی د خپل ورور ولسمشر حامد کرزي د فشار په نتیجه کې د زلمي رسول په ګټه له کاندیداتورۍ تېر شوی و خو د جنرال وردک د انتخاباتني کمېټې غړي وايي چې نوموړي له کوم بل کاندید سره اتحاد نه دی کړی.

مخکې اټکل کېده چې جنرال وردک به د زلمي رسول په ګټه له کاندیداتورۍ لاس واخلي.

که څه هم جنرال وردک هم د نورو کاندیدانو په شان عکسونه او پوسترونه خپاره کړي ول مګر د ده له لوري جدي کمپاین او غونډې نه وې لیدل شوي.

جنرال وردک تراوسه نه دي ویلي چې ولي یې له کاندیداتورۍ انصراف وکړ.

ګومان کېږي چې د ولسمشرۍ د انتخاباتو د ورځو له رانژدې کېدو سره به څو تنه نور کاندیدان هم له انتخاباتي مبارزې لاس واخلي.

د انتخاباتي مبارزو له میدانه د جنرال وردک له وتلو سره اوس ۹ کاندیدان پاتې دي.

One thought on “جنرال عبدالرحیم وردک د ولسمشرۍ له کاندیداتورۍ لاس واخیست”
  1. ښه خبره خو دا وه چی عبدالرحیم وردګ صاحب وړاندې تردی چی تصویر یی د رایی پاڼه کی چاپ شی له کاندیداتورۍ لاس په سرشوی وای ،خوبیایی هم کور ودان چی له کاندیداتورۍ څخه لاس په سرشو . زما غوښتنه دهغه کاندیدانو څخه ده چی دوی پوهیږی چی د بریالیتوب امکانات یی کم دی، د وردګ صاحب په لاره پل کیږدی ترڅومیدان ۳یا ۴ کاندیدانو ته پاتی شی او ټاکنې دوهم پړاوته لاړې نه شی اودټاکنو دوهم پړاوته نه تګ به اقصادي ګټه افغانستان او د افغانستان خلکوته ورسیږی

  2. زما نظر دادی چی دداسی خلکو څخه باید پوښتنه وشی تاسی پوهیږی چی د هر شخص په انځور ۱۱ ملیونه افغانی مصرف راځی او تر دی هم ډیر نو کچیری هر شخص ځان نوماند کړی او بیا له خپلی نوماندی تیر شی نو دا به یو فضول او بی ځایه مصرف وی ددی پر ځای ‌ډیر نور کارونه دی چی باید وشی زه خو دا وایم چی له هغه اشخاصو څخه چی له کاندیداتورۍ تیریږی ټول مصارف واخستل شی او ددی تر څنګ عجیبه خو داده چی یوڅوک دی د وزارت په سویه څوکی ته نه کامیابیږی او د اعتماد رایه نه وری او وروسته بیا ځان ریاست جمهوری ته نوماند کړی ډیره عجیبه ده دوی په افغانستان او د افغانستان په خلګوملندی وهی دوی داسی فکر لری چی مونږ هر څه وکړو څوک زمونږ مخه نشی نیولی خو دا په ډاد سره وایم چی ډیر ژر ده چی خدای په افغانستان کی ثبات راولی او انشاالله ډیر به له ګریوانونو نیول شوی وی او حساب به ورسره کیږی په تمه اوسی

  3. سترجنرال عبدالرحیم وردګ به ډیرژر دمرحوم مارشال محمد فهیم قسیم ځای ناستی وټاکل شی اوداعتماددرایو دترلاسه کولو دپاره به ولسی جرګی ته وروپیژندل شی

  4. سترجنرال عبدالرحیم وردګ به ډیرژردمرحوم مارشال محمد قسیم فهیم ځای ناستی وټاکل شی اوداعتماددرایو دترلاسه کولو دپاره به ولسی جرګی ته وروپیژندل شی

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *