۱۶ وزیرانو لوړه په ځای کړه

تاند- د ولسي جرګې یوې سرچینې وویل چې ټاکل شوې ده چې ولسمشر محمد اشرف غني جنرال عبدالله حبیبي د دفاع وزیر نوموي.

جنرال حبیبي د کونړ اوسېدونکی دی او په پوځي چارو کې ماستري لري.

جنرال عبدالله حبیبي
جنرال عبدالله حبیبي

په پام کې ده چې نوموړی ژر د اعتماد رایې د ترلاسه کولو لپاره ولسي جرګې ته معرفي شي.

حاضردمه له دفاع وزیره پرته د کابینې نور ټول غړي د ولسي جرګې له لوري تایید شوي دي.

په لومړي پړاو کې ستر جنرال شېر محمد کریمي د دفاع وزیر په توګه ولسي جرګې ته معرفي شوی و خو باور رایه یې ترلاسه نه کړه. وروسته جنرال لودین د دفاع وزیر په توګه ونومول شو خو لودین له نومونې تېر شو.

۱۶ وزیرانو د وفادارۍ لوړه په ځای کړه

په همدې حال کې د کابینې ۱۶ وزیرانو، چې روانه اوونۍ ولسي جرګې د اعتماد رایه ورکړه، نن د ولسمشر محمد اشرف غني په وړاندې لوړه په ځای کړه.

د لوړې په مراسمو کې د ولسمشر دواړه مرستیالان او اجرايی ريیس هم حاضر ول.

1د سوداګرۍ او صنایعو وزیر همایون رسا، دلوړو زده کړو وزیرې ډاکټرې فرېدې مومند، د پوهنې وزیر اسدالله حنیف بلخي، د کرنې او مالدارۍ وزیر اسدالله ضمیر، د اطلاعاتو او فرهنګ وزیر عبدالباري جهاني، د انرژۍ او اوبو وزیر انجنیر علي احمد عثماني، د ښاري او کور جوړولو چارو وزیر سید سعادت منصور نادري، د کار، ټولنیزو او د شهیدانو او معلولینو چارو  وزیرې نسرین اوریاخیل، د ښځو چارو وزیرې دلبر نظري، د ترانسپورت او هوایي چلند وزیر ډاکټر محمد الله بتاش، د اقتصاد وزیر عبدالستار مراد، د عدلیې وزیر ډاکټر عبدالبصیر انور، د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزیر عبدالرزاق وحیدي، د فواید عامې وزیر انجنیر محمود بلیغ، د نیشه یي توکو پرخلاف د مبارزې وزیرې سلامت عظیمي او د سرحدونو او قبایلو چارو وزیر محمد ګلاب منګل ته ولسمشر غني د وفادارۍ لوړه ورکړه.

8 thoughts on “جنرال عبدالله حبیبي دفاع وزیر نومول کېږي”
  1. محترم جنرال صاحب عبدالله خان !
    ستا دنام زادي زغ وزارت دفاع ته را بأندي شنواري صاحب وكر اونن مي به تاند كي هم ستا دنامزادي به هكله ليكنه ولوسته ته بوهيزي خومره خوش شوم دخوشييدو عامل داجه شكر بيا مشرقي رازوندي شو دوهم داجه لياقت او أهليت دي هم ددي مقام درلوده.
    نورخه نه ليكم همدوره وايم جه خداي وكري داعتماد راءي وأخلي
    ستا دكاميابي به هيله .
    جنرال حبيب الله جلالزوي . دهالند خخه .

  2. جنرال صاحب همیش ډیری ښی لیکنی کوی موږ هم د وزارت دفاع لپاره کاندید حبیبی صاحب ته ډیر خوشحاله یو خو ستا له لیکنی همدا اوس د سمتی مسایلو بوی راځی مشرقی او مغربی پکښی مه راباسه د خدمت غوښتنه د ټول اوولس لپاره تر وکړ ستا د بدخشان او نورو ولایتونو عسکر په هلمند او قندهار او کنړ کښی جنګیږی او د کنړ او جلال آباد په بدخشان کښی هیله کوم چی داسی لیکنه بیا مه کوه باید مساوی خدمت ټول اوولس ته وکړی نه لکه پنجشیریان چی صرف د خپل جیب له پاره کار کوی او بس دا د ټولوپرګنو اوولس دی داسی هم باید نوی لکه شیر محمد کریمی چه دلته کاندید شوو او هلته د عطاګی پر پښو کښی ولویدی

  3. جلالزیه!
    ولس مشر او افغان اولس په یوه غږ د ملی دفاع د وزارت لپاره داسي یو افغان پوځي ته اړتیا لري، چې د فکر او ژمنتیا له مخي و ټول افغانستان ته وفاداره او ژمن واوسي، اټکل کیږي چې جنرال عبداله به یې ښه بدیل وي! افغان اولس که د سمت او قوم لپاره پوځي وزیر غوښتلای، نو بسم ا الله محمدي یې تر ټولو ښه بیلګه وه. زه افسوس ستا پر جنرالي کوم او که مې رښتیا و پو ښتي ستا د نا پړیتو او ناکاره تبصرو له وجی مې ان تاند لا هم تر پام بد راغلی! په هیواد کې هره ورځ خلک په وینو کې لامبي او ته لاهم ملک په مشرقي او مغربي راته ویشي، لږ شرم پکارده، بله داچي که جنرال عبداله رښتینی پوځي وي او د پرسونل د شناخت په اړوند یې لږ نوکی هم ځان ته زحمت ورکړی وي، نو په تاند کې ستا له تبصرو هم ستا د پوځي وړتیا، سواد او کاري مهارت په هکله ګمان کوم پوره خبر تیا باید ولري، دالته په هالنډ کې د ځان
    ، غم وخوره او نو ر وطن راته په مشرقي او شمالي مه ویشه!! تاند والو زما تبصره له سانسوره وژغورئ

  4. Jalalzia shukar de che Ashraf Ghani seb da wazarat e difah da chowkai da para ta noomand na krre. Wass warkawa khalko ta tashe mubarakai.Ta kho waye che da General Abdullah seb pa noomandedo khushala shwy kho haqeeqat da dy che der ba khafa shawy ye zaka che da sta pa shan tangnazara khalak charta hum khushaledy na shee.

  5. 22.04.2015.
    حبیبي صاحب ! په نوماندۍ دې ځکه خوښ شوم ،چې د متعلمۍ له دورې څخه لایق او وتلې شاګرد ،له خارج څخه دهم د سره عالي ديپلوم سره راغلې یي او د افسرۍ اوږده دوره دې هم په ډېرو مشکلو شرایطو او د هیواد په مختلفو خورا خطرناکو جبهو کې د یوه سپیڅلي افغان واقعي افسر په صفت تېرې کړي ،ستا ایدیال تل د عسکري مقدس خدمت له لارې د هیواد د استقلال ،ځمکنۍبشپړتیا ، د سولې تأمین او پرته د هر ډول تبعیض او پرې د ټول افغان اولس دناموس، سر او مال ساتنه وه او تل دې په دې لار کې سترې بریاوې درلودلې ،ځکه خو باور لرم ،چې د ملت د نمایندګا نو باور به هم ستاسې په خواوي . نن هم بېوزله افغان اولس له تاسې څخه همدغه ډول توقعات لري او ملا تړې به مو وي . بریاوې مو په برخه
    حرکت

  6. درندو لوستونکو ټولو ته معلومه ده چی په افغانستان کښی قحط الرجال راغلی دی والله که داسی خبر زموږ غوږ ته راورسی چی په هغه موږ خوشحاله شو ښه مثال یی ګلاب منګل دی چی په هر دور د ولایت کښی یی دغی ملک ته زیاد خیانت کړی په پکتیا کښی چی والی وو زموږ عزلی دښمن یعینی چټلستان څو کیلو متره زموږ خاوره ونیوله او جناب چويه خوله وو. ځکه چی دی اول د روس غلام وو ا بیا په پونډ اموخته شوو ځکه چی وطن فروش د ( ایم آی ۶) رسمی مزدور شوو او نګریزان خو د پاکستانیانو عزلی پلاران دی او بیا چی په هلمند کښی والی شوو د زراعت د مامورینو له نمرو څخه ده او دده فاحش معاون میرزکوال چی عزلی غل وو او په دوبی کښی یی لاری چلوله ۱۲ نمری غصب او یوه نمره په ۸۰ لکه کلدارو خرڅی او ټولی پیسی یی د حاجی خیرالله چی صراف وو کابل ته حواله کړی او دده په زرهی ګاډو کښی به هیروين د شوراب میدان ته تلل چی دده په وخت کښی د بی بی سی خبر نګار صمد روحانی دده په قومانده شهید شوو بل تجارت ده د خپلو پلارانو سره یعنی انګریزانو د فوډ زون په نامه پیل کړه چی هر کال به ده جناب ۱۶ میلونه ډالر اخسیتل او د لښکر ګاه له منډوی څخه به یی غنم اخیستل او د اصلاح شوو تخمونو په نامه به یی دهقانانو ته ورکول چی په کال ۲۰۰۹ کښی دده تقریبا ۷-۸ مشاورین په غلا کښی ګیر شول ځکه ده ِ غوښتل چی خپل د غلا پل پټ کړی نور خلک یی پر بلا ورکړل او ځان یی خلاص کړل دده ټولو مشاورینو له انګریزانو معاشونه اخیستل او مستقیم د پاکستان او انګریزانو جاسوسان وو او د مرکزی حکومت منګل په رسمیت نه پیږندو او د کرزی صاحب امر یی نه منو. له انګلستانه به هر جګ پوړی چارواکی انګریز راتله نو اول به یی له منګل سره کتل بیا به یی له افغان حکومتی چارواکی سره. ټولی پراختیایی پروژی پرته دده له ونډی نه تطبیق کیدلی او چا به چی غږ پورته کړ د القاعده او طالب په نامه به وژل کیدل. اوس نو زموږ غنی راته وزیر کړ چی د افغانستان ټول سرحدات خرڅ او زموږ خاینو او وطن پلورونوکو وکیلانو ورته د اعتماد رایی هم ورکړی. د اعتماد رايه یعنی څه سم سړی په سم اعتماد کوی غل پر غله او خاین په خاین ددی معنی دا ده چی په پارلمان کښی سم شخص نشته. واه ددی ملت په حال موږ به خبر نه وو دښمن به زموږ په کور کښی ناست وی او ګلاب منګل ددی لپاره و ټاکل شوو چی دیورند لاین زموږ په سینه را تیر کړی او بیا جناب خپل پلرنی ټاټوبی یعنی انګلستان ته پښی سپکی کړی( ازموده را آزمودن خطا است) او دا خطا زموږ په نامه مشرانو وکړه الله دی ددی جزا هم پردی دنیا او هم پر هغی دنیا دغو مشرانو ته ورکړی آمین

  7. شينواری صاحب ډيره ستره سهوه کړی چی پرتاسويي زيری کړی جنرال صاحب کله کله بی خلطی فيرونه کوی خير په احساساتو راغلی ،نو که شينواری خبر وايي چی تاسو به داسی تبصره کوی هغه به هيڅکله تاسوته نوايي ويلی دجنرال په اوږه محراب اوممبر دټول افغانستا ن داوسيدونکووګړونمايندګی کوی اوکانديد وزيرته ديوالی دسمبول اوکاميابی هيله کوم.ژوندی دی افغانستان

  8. سلامونه تول ورونو ته
    د افغانستان د دفاع وزارت که هر ځوک وی باید سمتی او قومی پلوی ونه کی بلکی د افغانستان تول خاوره لکه د خپل کورخاوره وګنی او تول ملت لکه ورونه او تول افغانستان ته د خدای او رسول او قران په لاره کی خدمت وکری چی دافغانستان د هر ځای وی تو ل خلک په لیاقت او شایستګی وتاکی
    خدای ته وګوری د افغانستان خلک نور قومی او ستمی شخری پریژدی او د افغانستان په خال لژ ځان ودردوی

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *