د کورنیو چارو وزیر جنرال علومي

تاند- د افغانستان د  کورنیو چارو وزير جنرال نورالحق علومي، د ولسي جرګې له لوري د اعتماد رایې له ترلاسه کولو او د وفادارۍ له لوړې وروسته لومړنی سفر کندهار ته وکړ.

د کندهار ولایت د مطبوعاتي دفتر له خبرپاڼې سره سم، د کورنيو چارو وزير نورالحق علومي د خوښۍ څرګندولو تر څنګ وويل چي دنده يې له خپل کور څخه پيل کړه او پخپل کور کي به لومړی د امنيت د ټینګولو لپاره هلي ځلي کوي.

جنرال علومي کلونه مخکې له افغانستانه د شوروي پوځونو له وتلو وروسته په کندهار کې د امنیت په راوستلو کې مهم رول لوبولی و.

جنرال علومي د کندهار د امنیت لپاره د لا زياتو هڅو او امکاناتو د برابرولو ژمنه يې وکړه، ویې ویل چې په دې برخه کې د خلکو ونډه ډېره مهمه ده او له سپين ږيرو څخه د همکارۍ هيله لري.

ده زياته کړه سوله په توپ او توپک نه راځي، بلکی د ولس په همکارۍ او مرستو منځته راتلاى سي. علومي وویل که په کندهار کي امنيت تامين سي، په ټول هيواد کي امنيت تامينېدای سي، خو که کندهار ناامنه وي، ټول هيواد به ورسره په ناامنۍ اخته وي.

ده وويل: «افغانانو د تاريخ په اوږدو کي له خپلي خاورې څخه دفاع کړې ده او اوس هم افغان امنيتي اورګانونه د دې توان لري چي د خپلي خاورې دفاع وکړي او روانې ناخوالې پای ته ورسوي.».

ښاغلي علومي وويل ټول هيوادوال بايد د خپلو امنيتي اورګانونو ملاتړ وکړي او د هيواد د آبادى لپاره لاسونه سره يو کړي.

د کندهار ولایت د مطبوعاتي دفتر له خبرپاڼې سره سم، د کورنيو چارو له وزير سره له کابله یو پلاوي  او دغه راز په ولسي جرګه کي د کندهار، هلمند، زابل، او اروزګان د خلکو استازي هم ملګري ول.

One thought on “جنرال علومي وویل چې ترټولو لومړی په خپل ولایت کې امنیت ټینګوي”
  1. هغه وخت چه اصلی پلار درسره وو هیس دی نه وکرل نو اوس خو دی پلندر هم دوتو په حال کی دی اوس به سه وکری

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *