تاند: د پاکستان د پوځ ویاند جنرال اصف غفور وايي، د ټولو نادرکه شویو کسانو پړه باید پر پاکستاني پوځ وانه چول شي.
نوموړي دا خبرې د پي ټي ایم له وروستیو نیوکو وروسته د پاکستان له بشري حقونو د دفاع ادارې امنې مسعود جنجوعه سره لیدنه کې کړي او زیاته کړې یې ده چې د ټولو نادرکه شویو کسانو په اړه پوځ مسوول نه دی.
نوموړي ویلي، ګڼ کسان چې نادرکه شوي بلل کېږي همدا اوس د ده په وینا افغانستان کې دي او د تحریک طالبان پاکستان غړي دي.
نوموړي زیاته کړې، له همدې کبله هغه کسان چې نادرکه شوي یادېږي، د پاکستاني طالبانو په لیکو کې د جګړې پر مهال وژل شوي دي.
نوموړي دغه راز ویلي، ځینې پاکستاني طالبان چې نادرکه شوي یادېږي، له پاکستاني پوځ سره دي او پر هغوی ټول قانوني پړاوونه تطبیقوي.
دا په داسې حال کې ده چې د پښتون ژغورنې غورځنګ له یو کال راهیسې پاکستاني ریاست نه غوښتنه کوي چې د نادرکه شویو ۳۴ زره کسانو په اړه دې یوه ځانګړې محکمه دایره کړي او هغوی چې ګناهګار دي سزا دې ورکړل شي ګني کورونو ته دې بیرته راخوشې کړای شي.
خو پاکستاني ادارو بیا په دې وروستیو کې د هغو کسانو د نیولو او ورکولو کار پیل کړی دی چې د پي ټي ایم په صف کې ولاړ دي او د نادرکه شویو کسانو د راخوشې کولو غوښتنې کوي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *