تاند- په منځني ختیځ کې یو جګپوړی امریکايي قوماندان په ژمي کې د افغان امنیتي ځواکونو له لوري د وسله والو مخالفانو پر ضد د تهاجمي رول غوښتنه کوي.
د امریکا د قواوو مرکزي قوماندان جنرال جوزیف فوټل د سې شنبې په ورځ د افغانستان د جګړې د پلان د تفصیل طرحه اعلان کړه، د دې پلان پر اساس به افغانستان ته نور امریکايي پوځیان ورسېږي چې تېر کال یې ولسمشر ټرمپ افغانستان ته د لېږلو پرېکړه وکړه.
د جنرال فوټل په وینا د دې پلان پر اساس به افغانستان ته ۳۹۰۰ امریکايي پوځیان واستول شي چې افغان امنیتي ځواکونه د سږ کال د جګړې د فصل تر رارسېدو وروزي.
فوټل وايي، افغان امنیتي او دفاعي ځواکونه باید د ناټو او امریکايي پوځیانو په مرسته ټول وخت پر وسله والو مخالفانو فشار ډېر کړي او هر څومره چې ژر کېږي باید پر هغو لاسبري شي څو په راتلونکي جنګي فصل کې ابتکار په لاس کې واخلي.
په تېرو کلونو کې د افغان او امریکايي پوځیانو حملې بریالۍ شوي نه دي چې د طالبانو اونورو سختدریځو جګړه پای ته ورسوي.
د امریکا دفاع وزارت یا پینتاګون نن /سې شنبه/ وویل، د نوي میلادي کال په لومړۍ ورځ یې د افغانستان په ختیځ کې یو پوځي ووژل شو او ۴ نور ژوبل شول.
د پینتاګون په وینا په ټپیانو کې دوه په روغتون کې بستري شوي خو دوه نور رخصت شوي او بېرته خپلې دندې ته ستانه شوي دي.
په افغانستان کې امریکايی پوځیان به سږ کال د تېرو ۱۶ کلونو په پرتله زیات تهاجمي حالت ولري.
د واشنګټن ټایمز ورځپاڼې د راپور له مخې، له کله چې ۴ کاله پخوا پخواني ولسمشر بارک اوباما په افغانستان کې د امریکايي پوځیانو جنګي رول پای ته ورساوه، سږ کال به د لومړي ځل لپاره دا پوځیان د طالبانو او نورو سختدریځو ډلو پر ضد زیات په جګړه کې ښکېل شي.