د پاکستان نوی لوی درستیز

تاند- د پاکستان صدراعظم نوازشریف نن /شنبه/ ډګرجنرال قمر جاوید بجوه د راحیل شریف پر ځای د پوځ نوی لوی درستیز وټاکه.

ډګر جنرال بجوه به د نوومبر له ۲۹ /سې شنبې/ څخه، چې د راحیل شریف درې کلنه کاري دوره بشپړېږي، رسماً په کار پیل وکړي.

د بجوه له ټاکل کېدو سره به د پوځ او ملکي حکومت ترمنځ ترینګلتیا ختمه شي.

لوی درستیز په پاکستان کې د پوځ تر ټولو جګپوړی چارواکی ګڼل کېږي.

د دغه هیواد په ۶۹ کلن تاریخ کې اکثره وخت واک د پوځ په لاس کې پاتې شوی دی.

د پاکستان صدراعظم همداراز جنرال زبیر محمود حیات د هیواد د لوی درستیزانو د کمېټې درستیزوال ګومارلی.

د جنرال حیات د واک په دایره کې د پاکستان اتومي وسله هم شاملېږي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *