خبریال: میرویس جلالزی – د افغانستان د ملي اردو یوه جګپوړي چارواکې خبرداری ورکړی چې طالبانو او د هغو یو شمیر ملګري ډلې او افراد بیا داسي هلې ځلې کوي څو کندوز د حکومت له کنټروله وباسي.
د ملي اردو څلور ستوري جنرال، مراد علي مراد دغه څرګندونې د کندوز د حالت له ارزونې وروسته کړي دي.
جنرال مراد، چې په تیر سپټمبر کې د طالبانو له لاسه د کندوز د بیانیولو عمومي قومانده په لاس کې وه، خبرداری ورکړی چې د طالبانو ډله او د کندوز په ښار او ګردچاپیر کې به د هغوی خواخوږي سخت وځپي.
د کندوز له سقوط وروسته حکومت د دې پیښې د څیړنې لپاره یو کمیسیون وټاکه او ولسمشر غني هم د دغه کمیسیون د موندنو پر بنسټ په یاد ولایت کې د ځينو سمونونو په موخه یو شمیر لوړپوړي چارواکي له دندو ګوښه کړل.
خو له دغو سمونونو سره سره لا هم د ملي اردو مسوولان په دې اړه بیلابیل لیدلوري لري.
جنرال مراد وايي، د ښار دننه هغه کسان، چې د کندوز په سقوط کې یې ونډه درلوده مجازات شوي نه دي او لا هم له طالبانو سره خپلو همکاريو ته دوام ورکوي.
د مرادعلي مراد په وینا، دا ډله د کندوز د بیا سقوط پلان لري.
که څه هم هغه د دغو کسانو هویت نه دی څرګند کړی، خو ویلي یې دي چې د اردو اړوند چارواکي دغه کسان پیژندلي او جنرال محي الدین غوري ته یې دنده سپارلې چې له خپلې ډلې سره یوځای یاد کسان تعقیب کړي.
د سیمي خلک لا هم د کندوز ښار حات ناسم بولي.
هغوی وايي اوس مهال هم د کندوز وضعیت په سره کرښه ولاړ دی او د ښار په شاوخوا کليو او حتی ښاري سیمو کې لا هم طالبان فعالیت کوي.