جنرال سکاټ میلر

تاند- په افغانستان کې د ناټو په مشرۍ د غوڅ ملاتړ ماموریت عمومي قوماندان خپلو ځواکونو ته وویل، له طالبانو سره د سولې خبرې ممکن بریالۍ یا ناکامې شي، پایلو ته یې چمتو واوسي.

جنرال سکاټ میلر د سې شنبې په ورځ په افغانستان کې د غوڅ ملاتړ ماموریت په مرکزي قوماندانۍ کې له خپلو پوځیانو وغوښتل چې هرې نتیجې ته تیا ر واوسي ځکه چې ممکن له طالبانو سره د سولې خبرې نتیجه ورکړي او یا ناکامه شي.

د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، طالبانو او دغه راز د افغانستان حکومت د سولې په اړه خبرې کړي دي.

ده له خپلو ځواکونو وپوښتل«ایا له حالاتو سره ځان سمولی شئ؟ ایا کولی شو چې له نوي رامنځته کېدونکي وضعیت سره خپل ځان برابر کړو؟ ایا موږ په سم موقعیت کې یوو چې د مثبتې پروسې ملاتړ وکړو؟ دا هغه پوښتنې دي چې تاسو یې په اړه په ۲۰۱۹ کې فکر وکړئ.»

ده له افغانستانه د ۷ زره امریکايي پوځیانو د ایستلو په اړه د ولسمشر ټرمپ پلان ته له اشارې پرته د افغانستان د شخړې د پای ته رسېدو لپاره د سیاسي حللارې پر اړتیا ټینګار وکړ.

له بلې خوا د امریکايي ځواکونو ویندوی ډګروال ډیوید بټلر رویټرز خبري اژانس ته وویل«تر څو چې طالبان جنګ ته دوام ورکوي، موږ یې هم پر ضد جنګېږو.»

ده په عین حال کې وویل چې نوی کال د سولې لپاره بې ساری فرصت له ځان سره راوړي او فکر کوي چې ممکن د افغانستان ۴۰ کلنه جګړه پای ته ورسېږي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *