تاند، دوشنبه، د میزان ۲۲مه: په افغانستان کې د ناټو او امریکايي ځواکونو قومندان جنرال سکاټ مېلر له ولسمشر غني سره په لیدنه کې ویلي چې افغان ځواکونو طالبانو ته د جګړې په ډګر کې ماتې ورکړې ده.

ارګ په یوه خبرپاڼه کې د دغې لیدنې په تړاو د سکاټ مېلر له قوله ویلي طالبان نه یوازې د جګړې په ډګر کې مات شوي بلکې افغان ځواکونو یې ګڼ ترهګر مشران وژلي او د خپل تصرف ساحه یې هم زیاته کړې ده.

 ښاغلي سکاټ مېلر د افغان ځواکونو د بریا سبب د دوی تر منځ د همغږۍ پياوړتیا ښودلې او ولسمشر غني ته یې د افغان ځواکونو په اړه غوره ارزونه وړاندې کړې ده.

جنرال مېلر په جګړه ییز ډګر کې د افغان ځواکونو د پياوړتیا ستاینه کړې او د ترهګرو د ځپلو په برخه کې یې دوی بریالي بللي دي.

 په دې لیدنه کې ولسمشر غني هم ویلي چې د افغان ځواکونو تر منځ همغږي د هر بل وخت په پرتله زیاته شوې او همدا وجه ده چې طالبان او نور ترهګر یې په هر ډګر کې مات کړي دي.

ولسمشر زیاته کړې، افغان ځواکونه له ترهګرۍ سره د جګړې په لومړۍ کرښه کې دي او نړیوال ملاتړ ته یې اړتیا ده.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *