تاند، سه شنبه، د سنبلې ۱۹مه: په افغانستان کې د ناټو او امریکايي ځواکونو قومندان وايي، پر طالبانو د عملیاتو زیاتول د افغانانو د خوندیتوب لپاره اړین دي.

 جنرال سکاټ مېلر وايي، امریکا که له یوې خوا د سولې لپاره هڅې کوي له بل لوري نظامي عملیات هم یوه مهمه اړتیا بولي.

نوموړی چې طالبانو ته د ټرمپ له ګواښ وروسته نن له خپل ملکي استازي نیکولاسکي سره کندهار ته تللی وو، ځايي چارواکو ته یې له افغان ځواکونو څخه د ملاتړ ډاډ هم ورکړی دی: (( موږ ټول سولې ته ژمن یوو، ځکه دا د افغانانو غوښتنه ده، مګر څرنګه چې سولې ته کار کوو، اړتیا ده چې د افغانانو د خوندیتوب لپاره عملیات هم وکړو.))

له مېلر سره کندهار ته تللی د ناټو ملکي استازی نیکولاسکي بیا وايي، د ناټو هدف دا دی چې له افغانستان څخه پر نړۍ د ترهګریزو بریدونو مخه ونیسي: (( ناټو له افغان ځواکونو څخه ملاتړ ته ژمنه ده، موږ د سولې د شرایطو په برابرولو باور لرو، ځکه سیاسي حل ته زیاته اړتیا ده، خو ورسره د افغان ځواکونو ملاتړ ځکه کوو چې دغه هېواد کې د ترهګرۍ مخه ونیسو.))

 دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې طالبانو هم د سولې د خبرو په تودېدو سره د  افغانستان پر دریو لویو ښارونو او ۱۶ ولسوالیو بریدونه زیات کړي دي، چې افغان ځواکونو یې ګڼې حملې شاتې تمبولې دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *