مارک میلې

تاند، شنبه، د قوس ۹مه: د امریکا د پوځ لوی درستیز جنرال مارک میلي تېره ورځ له ولسمشر غني سره په لیدنه او رسمي دوه اړخیزه ناسته کې یو وار بیا د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو د ملاتړ او پیاوړتیا په برخه کې د مرستې ډاډ ورکړی دی.

ارګ په یوه خبرپاڼه کې ویلي، تېره ورځ ولسمشر غني د امریکايي جنرال او ورسره پلاوي سره د افغانستان د امنیتي ځواکونو د ملاتړ، سولې او ترهګرۍ پر ضد مبارزه کې د همکاریو د مؤثریت په اړه ناسته کړې ده.

په دې لیدنه کې ولسمشر غني ویلي چې داعش ډله په ۲۲ ولسوالیو کې ماته شه شوې ده او افغان ځواکونه به یې ځپلو ته لا دوام ورکړي.

همدا جنرال میلي زیاته کړه افغانستان په تېرو ۱۸ کلونو کې بېسارې لاسته راوړنې لري: ( له رڼو ټاکنو څخه د ملاتړ تر څنګ باید ووایم چې افغان ځواکونو په سختو شیبو کې ځان ثابت کړی دی، تر څو چې افغانان موږ ته اړتیا ولري موږ به یې ملګرتیا وکړو.))

 ښاغلي میلي پر طالبانو غږ کړی چې له تاوتریخوالي دې لاس واخلي او د سولې پروسې ته دې ژمنتیا ښکاره کړي.

 میلي همدا راز وویل، امریکا په وروستیو کې د افغان سولې په اړه له افغان حکومت سره په کامله همکارۍ او مشوره ځینې اقدامات کړي دي.

د یادونې ده چې جنرال میلي د چهار شنبې په شپه افغاستان ته راغلی و او په بګرام کې د افغان او امریکايي ولسمشرانو تر څنګ هم ولیدل شو خو ټرمپ له درې ساعته لیدنو کتنو وروسته بېرته ولاړ او جنرال مېلي پرون هم په کابل کې و.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *