جنرال اسټن سکاټ میلر

تاند- نن /یکشنبه/ به ډګر جنرال جان نیکلسن په افغانستان کې د غوڅ ملاتړ ماموریت قومانده نوي قوماندان جنرال اسټن سکاټ میلر ته وسپاري.

میلر هم د نیکلسن په شان امریکايي دی ځکه چې په افغانستان کې د شاوخوا ۱۶ زره بهرنیو پوځیانو لویه برخه د امریکايي پوځیانو ده.

جنرال میلر، چې نن به قومانده ترلاسه کړي، په ۱۹۶۱ م کال د امریکا په هاوايي ایالت کې زېږېدلی، له پوځي زده کړو وروسته یې د امریکا په پوځ کې بېلابېلې دندې ترسره کړي دي.

ډګرجنرال نیکلسن

دی په هغه لومړنۍ ډله کې شامل و چې په نیویارک او واشنتګټن کې د ۲۰۰۱ م کال د سپټمبر د یوولسمې نېټې له حملو وروسته افغانستان ته واستول شو.

ده په ۲۰۱۰ م کال په افغانستان کې د افغان اردو او پولیسو د روزنې او تجهیز د پروګرام د مشرتابه مسوولیت په غاړه درلود او همداراز د ۲۰۱۳ له جون څخه د ۲۰۱۴ تر جون پورې په افغانستان کې د ځانګړو امریکايي ځواکونو قوماندان و.

جنرال میلر په بوسنیا، لاتینه امریکا او سومالیا کې هم په پوځي ماموریتونو کې برخه اخیستې ده.

جنرال نیکلسن د امریکا تر ټولو زیاتې اورېدل کېدونکې راډیو (این پي آر) ته ویلي چې په داسې حال کې یې ماموریت پای ته رسېږي چې اوس په افغانستان کې د سولې ږغ له هر لوري راپورته شوی، مدني ټولنه، د سولې او ښځو د حقونو فعالان او سیاسي مخالفان سوله غواړي. طالبانو هم په یو ډول دې غوښتنو ته ځواب ویلی دی حال دا چې په تېرو ۱۷ کلونو کې طالبانو دا ډول پیغامونو ته ځواب نه وایه.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *