تاند- په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو عمومي قوماندان وايي، د تېر کال له بې سارو مرګ ژوبلو وروسته افغان ځواکونو ته سږ کال هم په جګړه کې زیات تلفات اوړي.
جنرال جان نیکلسن، وروسته له دې چې تېره اوونۍ ولسمشر بارک اوباما له افغانستانه د ۵۵۰۰ سرتېرو د ایستلو پلان وځنډاوه، په خپلو لومړنیو څرګندونو کې خبریالانو ته وویل، د افغان ځواکونو تلفات تر ډېره له دې کبله زیات شوي چې وسله وال طالبان د افغان امنیتي ځواکونو پر پوستو او مورچو زیاتې حملې کوي.
نیکلسن پرون /شنبه/ ناوخته د خبریالانو د دې پوښتنې په ځواب کې چې افغان امنیتي ځواکونه سږ کال د تېر کال په پرتله څرنګه دي، وویل«سږ کال موږ د جنګ په میدان کې د افغان امنیتي ځواکونو په تاکتیک کې بریالیتوب زیات وینو خو تلفات یې هم ډېر شوي دي.»
ده په دې اړه نور توضیحات ورنه کړل.
د ناټو یوه ویندوی پرون د نیکلسن د څرګندونو په اړه رویټرز خبري اژانس ته وویل چې د نیکلسن په باور د تېر ۲۰۱۵ کال د ورته مودې په پرتله سږ کال د افغان ځواکونو تلفات یو څه زیات شوي دي او علت یې دا دی چې ژمی نسبتاً معتدله و.
په عین حال کې پرون د افغانستان د کورنیو چارو وزارت د امنیتي معینیت مرستیال محمد سالم احساس وویل چې د تېرو کلونو په پرتله د سیمه ییزو پولیسو تلفات په سلو کې ۴۰ لږ شوي دي.
نوموړي د سیمه ییزو پولیسو د تلفاتو د کمېدو علت په ښو وسلو د دغو پولیسو سمبالېدا وبلله.
خو نیکلسن د افغان امنیتي ځواکونو دفاعي حالت د دوی د تلفاتو د زیاتېدا سبب بولي، وايي«کله چې دوی په دفاعي حالت کې وي، یعني په خپلو پوستو کې وي، پر پوستو یې طالبان بریدونه کوي او اکثره مرګ ژوبلې په همدې حالت کې افغان ځواکونو ته اوړي.»
تېر کال (۲۰۱۵) ۵ زره افغان ځواکونه ووژل شول او تر ۱۴۰۰۰ ډېر نور ژوبل شول.
په افغانستان کې د نړیوالو ځواکونو عمومي قوماندان جنرال نیکلسن افغان امنیتي ځواکونه په دې وستایل چې له تلفاتو سره سره نوي کسان جذبوي او عملیاتو ته دوام ورکوي.