جنرال نکلسن

تاند- په افغانستان کې د ناټو او امریکايي ځواکونو عمومي قوماندان وايي، په ۲۰۱۵ م کال سختې جګړې او د افغان امنیتي ځواکونو د تلفاتو زیاتوالی د دې سبب شو چې د ناټو او امریکايي پوځیانو له لوري د افغان امنیتي ځواکونو د روزنې چارې له ټاکلي مهالوېشه شاته پاتې شي.

جنرال جان نیکلسن نن /دوشنبه/ رویټرز خبري اژانس ته وویل:«د جګړې دې سخت پړاو زموږ د لارښوونې او روزنې کار اخلال کړ. کوم اټکل چې موږ د خپل مهالوېش په اړه کړی و، د افغان امنیتي ځواکونو د تلفاتو د زیاتوالي له کبله عملي نه شو.»

په افغانستان کې د ناټو او امریکايي پوځیانو عمومي قوماندان جنرال نیکلسن د نوې دندې له ترلاسه کولو وروسته په خپله لومړنۍ مرکه کې همداراز وویل:«یوازې د افغان امنیتي ځواکونو لوړ تلفات نه ول چې د روزنې او د ناټو ځواکونو د کار د بدلېدو سبب شو. ټول کال جګړه هم زموږ د روزنیز پروګرام د درېدو سبب شو. همدا مسله د دې سبب شوې چې موږ له خپل مهالوېشه شاته یوو.»

ټاکل شوې ده چې جنرال نیکلسن په افغانستان کې د حالاتو د ۹۰ ورځو د جاج له اخیستلو وروسته واشګټن ته خپل راپور وړاندې کړي.

له اوسني مهالوېش سره سم په افغانستان کې د امریکايي پوځیانو اوسنی ۹۸۰۰ شمېر د ۲۰۱۷ تر پایه باید ۵۵۰۰ تنو ته رالږ شي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *