تاند- د افغانستان دفاع وزارت وايي، د کابل د وروستیو اوونیو د انتحاري بریدونو په ګډون د داعش په نوم د وروستیو څو میاشتو حملې حقاني شبکې کړي دي.

د دفاع وزارت ویندوی دولت وزیري وايي، حقاني شبکه غواړي چې د داعش په نوم په دا ډول حملو ایران او روسیه ولمسوي چې د داعش په وړاندې طالبانو ته مرستې ورکړي.

دولت وزیري ټینګار وکړ، کوم کسان چې په افغانستان کې د داعش په نوم فعالیت کوي، د سوریې او عراق له داعش سره اړیکې نه لري.

د وزیري په وینا په افغانستان کې د داعش په نامه فعال جګړه مار په حقیقت کې د طالبانو او حقاني شبکې غړي دي چې کله د طالبانو او کله د داعش په نوم حملې کوي.

له بلې خوا د افغانستان د ملي امنیت پخواني رييس امرالله صالح هم وايي چې په افغانستان کې د داعش په نوم جنګېدونکي کسان د طالبانو پخواني غړي دي او دا کسان د سوریې او عراق له داعشیانو جلا دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *