تاند- د امریکا د قواوو د مرکزي قوماندانۍ قوماندان جنرال جوزیف ووټل له پاکستانه وغوښتل چې د تروریزم پر ضد جدي اقدامات وکړي.

جنرال ووټل د دوشنبې په ورځ په کابل کې د افغانستان د ملي امنیت له سلاکار حمدالله محب سره په کتنه کې همداراز وویل«د سیمې هیوادونه په تېره بیا پاکستان باید له ترهګرۍ سره په مبارزه کې جدي او عملي ګامونه واخلي.»

د افغانستان د ملي امنیت د سلاکار دفتر وايي، ښاغلي ووټل د افغانستان د ملي امنیت له سلاکار ډاکتر محب سره په کتنه کې وویل چې امریکا د افغانانو په مشرۍ او مالکیت د افغانستان د سولې ملاتړ کوي.

له ښاغلي مجب سره د جنرال ووټل د کتنې په مهال په افغانستان کې د غوڅ ملاتړ ماموریت عمومي قوماندان جنرال سکاټ میلر هم حاضر و.

د خبرپاڼې پر اساس دواړو خواوو د افغانستان پر روانو امنیتي حالاتو، د سیمې او افغانستان پر امنیت، او د سولې پر بهیر خبرې وکړې.

د افغانستان د ملي امنیت سلاکار له افغانستان سره په بېلا بېلو، په ځانګړې توګه د افغان ځواکونو د تجهیز او سمبالښت برخو کې د امریکا د مرستو قدرداني وکړه او زیاته يې کړه چې افغان حکومت په امنیتي او دفاعي سکټور کې اصلاحاتو ته ژمن دی او پولیس به خپلې اصلې دندې، د قانون پلی کېدو ته ور وګرځي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *