تاند، شنبه، د اسد ۱۹مه: د سي آی ای پخواني مشر ډېویډ پټریاس وال سټریټ ژورنال ته په یوه مقاله کې لیکلي، نه غواړي چې امریکا په افغانستان کې د عراق تجربه تکرار کړي.
دغه امریکايي متقاعد جنرال وايي، امریکا، له عراقه وتښتېده خو دی د ټرمپ په اداره غږ کوي چې افغانستان کې دې دا تجربه نه تکراروي.
جنرال پټریاس چې افغانستان کې هم د امریکايي ځواکونو قومندان پاتې شوی وايي، په طالبانو هیڅ باور نشته چې دوی به د امریکایي ځواکونو تر وتلو وروسته د افغان حکومت د راپرځولو هڅه نه کوي.
نوموړی وايي، داسې ورته ښکاري چې له میاشتو میاشتو خبرو وروسته به ډېره ژر د طالبانو او امریکا هوکړه اعلان شي او په بدل کې به یې طالبان نه یوازې نړیوالو ترهګرو سره اړیکه پرې کوي بلکې افغان حکومت سره به خبرو ته حاضرېږي.
خو د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویانده مورګن اورټاګس وايي، خلیلزاد هڅه کوي ټول لوري د سولې په میز کېنوي او امریکا ټولو خبرو ته متوجه ده.
دا په داسې حال کې ده چې تر پټریاس وړاندې ګڼو نورو افغانستان پېژندونکو پر امریکا غږ کړی چې افغانستان په مسوولانه ډول پرېږدي او د سولې په یوې جعلي هوکړه بیړه ونه کړي.