تاند- په افغانستان کې د ناټو او امریکايي پوځیانو عمومي قومندان د دوشنبې په ورځ سپینې ماڼۍ ته ځي چې د روان میلادي کال له پای ته رسېدو وروسته په افغانستان کې د شاوخوا لس زره پوځیانو د پاتې کېدو غوښتنه وکړي.

د ناټو او امریکايي پوځیانو عمومي قومندان جنرال جوزیف ډنفرډ په داسي حال کې د پوځیانو د پرېښوولو لپاره واشنګټن ته سفر کوي چې اوباما، د ده ځیني سلاکاران او پینتاګون په افغانستان کې د هیڅ پوځي په نه پرېښودو غور کوي.

جنرال ډنفرد غواړي چې سپینې ماڼۍ ته سپارښتنه وکړي چې د افغان امنیتي ځواکونو د روزنې او د طالبانو او القاعده پر وړاندې د تروریستي ضد عملیاتو لپاره یو شمېر پوځیان پرېږدي.

د وال ستریټ ژورنال ورځپاڼې د راپور له مخې دوو امریکايي چارواکو د نومونو د نه څرګندېدو په شرط وویل، ډنفرډ د دې لپاره چې په افغانستان کې د پوځیانو له پاتې کېدو سره د سپینې ماڼۍ مخالفت لږ کړي او د هغوی ملاتړ خپل کړي وايي چې لس زره پوځیان دې تر ۲۰۱۷ پوري په افغانستان کې پرېښودل شي.

تر دې مخکې پینتاګون د یوې لسیزې لپاره د همدومره شمېر امریکايي ځواکونو د پاتې کېدو ملاتړ کړی و.

خو مرستیال ولسمشر جوبایډن او د سپینې ماڼۍ ځیني نور چارواکي د زرو او دوو زرو (۱۰۰۰-۲۰۰۰) ترمنځ عسکرو د پاتې کېدو ملاتړ کوي.

پینتاګون بیا د دومره شمېر پوځیانو له پاتې کېدو سره مخالفت کوي، وايي چې دومره عسکر به ځان وساتي او که به پر نورو عملیات وکړي.

د وال ستریټ ژورنال د راپور پر اساس بایډن وايي چې په افغانستان کې د ۱۳ کلونو له جګړې سره سره تاوتریخوالی دوام لري خو افغان امنیتي ځواکونه اوس دومره توان لري چې ښارونه او کلیدي سیمې له وسله والو یاغیانو وساتي.

دی همداراز وايي چې د افغانستان ثبات نور پر امریکا د تروریستي برید د مخنیوي لپاره زیات اهمیت نه لري.

کله چې ولسمشر بارک اوباما افغانستان ته اضافي پوځیان لېږل بایډن ورسره مخالفت کړی و، ویل یې چې لږ شمېر امریکايي پوځیان دې په څو اډو کې له بې پېلوټه الوتکو سره پاتې شي او طالبان که کلیوالي سیمې وهم نیسي پروا نه لري خو د بې پېلوټه الوتکو په وسیله دې سر پورته کولو ته پرې نښودل شي.

د جنرال ډنفرډ له وړاندیز سره د امریکا د ملي امنیت مرستیال انتوني بلینکین او په ناټو کې د امریکا سفیر ډاګلاس لوټ موافق دي.

خو د ملي امنیت سلاکارې سوزن رايیس تراوسه پوري څه نه دي ویلي.

څرګنده نه ده چې دا مسله به د دوشنبې په ورځ، چې ولسمشر اوباما خپل ملت ته کالنۍ وینا اوروي، حل شي او که نه شي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *