افغانستان کې د ناټو قوماندان بي بي سي ته ويلي چې هلته ارزښتاک پرمختګ شوی، خو لا تر اوسه د دوام وړ نه دی.

له هغه راهيسې چې په تېره فبرورۍ کې يې افغانستان کې د ناټو د مشرۍ دنده پيل کړې جنرال جوزېف ډنفورډ له خپلو لومړيو مرکو دغه تازه مرکه کې، ويلي که راتلونکی ۲۰۱۴ کال د جګړې عمليات پای ته رسېږي، که نړيواله ټولنه خپل فشار ته دوام ور نه کړي، د ډيموکراسۍ او ښځو حقونو کې لاسته راوړنې به بېرته له لاسه ووځي.

جنرال ډنفورډ له طالبانو سره خبرې هم مهمې وبللې. ده وويل اوس بايد فشار ساتلو لپاره د ۲۰۱۴ کال پر ځای د ۲۰۱۸ کال په اړه خبرې وشي.

“اوسمهال ويلای شم چې مهم پرمختګ مو کړی، خو هغه ځای ته نه يو رسېدلي، چې ووايو په بشپړه ساتل کېدای شي او همدا د راتلونکو ۱۸ مياشتو اوږدو کې زموږ د پام مرکزي ټکی دی. په ښکاره ويلای شم، ولې باوري يم د افغان امنيتي ځواکونوسره په تړاو بايد اوس د ۲۰۱۴ کال پر ځای ډېر د ۲۰۱۸ کال په اړه خبرو پيل وکړو. دا موده به دغو لاسته راوړنو ته د دوام لار هواره کړي.”

ناټو لا تر اوسه په دې اړه پرېکړه نه ده کړې، چې له ۲۰۱۴ کال وروسته به افغانستان کې څومره ځواکونه پرېږدي.

د ناټو پخواني قوماندان جنرال الن د امريکا دفاع وزارت ته وړانديز کړى و چې له شپږو نه تر شلو زرو پورې عسکر دې په افغانستان کې پاتې شي.

اوسني قوماندان جنرال ډنفورډ هم شمېره ياده نه کړه خو ويې ويل هغه ځواکونه چې افغانستان کې پاتې کېږي د روزنې، سلا مشورې او مرستندوی رول به لوبوي، او جګړه به يې په وينا د افغان ځولکونو له خوا پر مخ بېول کېږي.

“هغه ځواکونه چې له ۲۰۱۴ کال وروسته دلته پاتې کېږي، د روزنې، سلا مشورې او مسرتې رول کې وي، جګړه به د افغان امنيتي ځواکونو له خوا پر مخ بېول کېږي. پوره ښکاره ده چې نن هم همداسې کېږي، د عملياتو ستره برخه د افغانانو له خوا ترسره کېږي.”

جنرال ډنفورډ وويل د افغان ځواکونو پر وړتيا بارو لري، او هم دا چې د ۲۰۱۴ کال ولسمشريزو ټولټاکنو لپاره امنيت برابرولی شي.

افغانستان کې د ناټو قوماندان داسې وخت کې دا څرګندونې کوي، چې طالب اورپکيو خپلو بريدونو ته زور ورکړی دی.

پرون سې شنبې د کابل زړه کې د افغان سترې محکمې مخ ته ځانمرګي بريد لږترلږه ۱۷ کسان ووژل، او تر يوه ورځ مخکې پر کابل هوايي ډګر يې بريد کړی و.

جنرال ډنفورډ دې پوښتنې په ځواب کې چې افغانستان يوازې طالبان جنګېږي وويل بېللابېلې ډلې دط جګړه کې ښکېلې دي.

“دلته د غليم پراخه لړی ده، حقاني شبکه ده، د ازبکستان اسلامي غورځنګ دی، طالبان دلته دي، او بيا جنايتکاره عناصر هم شته، دهېواد شمال ختيځ او شمال لوېديځ او هم جنوب لوېديځ کې د نشه يي توکو او جنايت ترمنځ تړاو هم شته، خو افغان ځواکونه ، پوليس او پوځ دواړه به له هر ډول ګواښونو سره د چلن توان ولري.”

د امريکا په مشرۍ نړيواله ټولنه د افغانستان راتلونکي خونديتوب لپاره د امنيتی ځواکونو وړتياوو لوړوالی اړين بولي، خو د افغان جګړې پای ته رسولو لپاره د بېلابېلو خواوو ترمنځ پر سياسي جوړجاړي هم ټينګار کوي.

د ناټو قوماندان جوزف ډنفورډ هم همدا اوس د دغه ډول جوجاړي وخت وباله.

” افغان وګړي بايد له ټولو افغانانو سره چې غواړي دلته راستانه شي، جوجاړي ته ورسېږي، او فکر کوم دا چې سوله او ارامي بايد افغانستان ته راوړل شي، د سياسي روغې جوړه يوه لاره مهمه ده، او زه فکر کوم څه چې موږ يې د عمل پر ډګر کوو، د سياسي روغې جوړې لپاره يې شرايط برابر کړي دي. کله چې د افغانستان غليمان راتلونکي ته ګوري، او دوی ۲۰۱۴ کال د برياليو ټولټاکنو شونتيا ګوري، او کله چې د تېرو څو کلونو اوږدو کې د افغان امنيتي ځواکونو وده ګوري، او دوی وړاندې ۲۰۱۵ کال ته ګوري تر يوه بريده فکر کوم که دوی له افغان وګړو سره د جوړجاوړي کوم ځای لري، وخت به همدا اوس وي.”

ټاکل شوې راتلونکې اوونۍ ناټو د افغانستان د امنيتي ساتنې ټول مسوليت افغان ځواکونو ته وسپاري. ۲۰۱۳ کال هم نړيوال ټولنې او هم افغان حکومت ته خورا مهم دی، چې په پوځي او سياسي ډګرونو کې پرمختګ وکړي، او هلې ځلې يې ښې پايلې ولري.

By admin

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *