تاند- په افغانستان کې عمومي قوماندان وايي چې د افغانستان د خاورې په سلو کې ۷۰ د حکومت په کنټرول کې او یوازې ۸، چې د ټولو ولسوالیو ۲ فیصده کېږي، د وسله والو طالبانو په ولکه کې ده.

جنرال جوزیف کېمبل پرون /سې شنبه/ د متحدو ایالتونو د مشرانو جرګې د وسله والو خدماتو کمېټې ته وویل:«د افغانستان د ۴۰۷ ولسوالیو له مرکزونو څخه اته مرکزونه، چې په سلو کې ۲ کېږي، د یاغیانو تر کنټرول لاندې دي. ۱۸ نورې یا په سلو کې ۴ د یاغیانو تر اغېز لاندې ګڼو.»

ده همداراز وویل»دا ولسوالۍ خورا لېري پرتې او کم نفوسه سیمې دي چې امنیتي ځواکونه اکثره وخت نه شي کولی په قوت هلته لاړ شي.»

په افغانستان کې د ناټو عمومي قوماندان د ۹۴ ولسوالیو مرکزونه، چې په سلو کې ۲۳ کېږي، په خطر کې وبلل.

کېمبل د حقاني شبکه په افغانستان کې د امریکايي او ناټو ځواکونو لپاره تر ټولو خطرناکه وبلله، ویې ویل چې دا شبکه لا هم د لویو او خطرناکو حملو د کولو توان لري.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *