تاند- په افغانستان کې د ناټو د غوڅ ماموریت امریکايي قومندان وايي چې د طالبانو اکثریت د سولې خبرو ته تیار دی.
جنرال جوزیف کېمبل نن /پنجشنبه/ د متحدو ایالتونو د مشرانو جرګې د وسله والو خدماتو کمېټې ته په استماعیه غونډه کې وویل چې د ده له اټکل سره سم په سلو کې له ۶۰ تر ۷۰ طالبان د افغانستان له حکومت سره روغه غواړي.
کمبل وویل، دی فکر کوي چې د سولې خبرې به دوام وکړي؛ خو تر هغه وخته چې د خبرو اصلي خلک د سولې لپاره جرګې ته کینې یو څه وخت ښايي ولګېږي.
د وسله والو طالبانو او حکومت استازو یوازې یوځل په رسمي ډول خبرې وکړې؛ خو پر کندز د طالبانو له حملې او څو ساعته ولکې وروسته د دې خبرو د دوام په اړه شکونه رابرسېره شوي دي.