د نړۍ پر مخ ترټولو لوی مسمومیتونه په درملو پورې اړه لري، د خوب، سکون، ژورخپګان او داسې نور درمل نیغ په نیغه په مرکزي اعصابو اغیز کوي او هغه زیانمنوي درمل د خوړو پر خلاف نه د بدن په نمو او وده او نه په مزاج او کیفیت مثبته اغېزه کولی شي.

ښایي دا پوښتنه مو ذهن ته راغلي وي چې یاد درمل څه ډول درمل دي؟ دا هغه درمل دي چې ډاکټران یې په سختو حالاتو کې خپلو ناروغانو ته ور کوي تر څو د ناروغ حالت نارمل شي او بيرته خپلې عادي جنسي اړیکي وساتلی شي خو ځیني کسان یې د ډاکټر له مشورې پرته کاروي.

په همدې اړوند مو لاندې څو کرښې او ویډیو تاسو سره شریکوو.

دا درمل په څو ډولونو پیدا کیږي:

  1. ګولۍ چې په افغانستان کې ډېرې زیاتې کارول کېږی.
  2. دویم ډول یې د مایع، سپرې او کریم په بڼو موندل کیږي چې په جنسي غړو موښل کیږي.

هغه کسان چې  یاد درمل کاروي ځیني اروایي ستونزې لکه پر ځان ټیټ باور ځان ته په کمه کتل او داسې نورې ستونزې لري.

یا ځیني جنسي ګډوډۍ لکه  ژر انزالیدل او د جنسي لېوالتیا نه شتون پکې لیدل کیږي.

په هر صورت هره دوا د هر انسان د وجود له میکانیزم سره سم ورکول کېږی. ځینې جنسي دواګانې له پرېښودلو وروسته بېلابېلې ګډوډۍ  پیدا کوي چې مخه نیوی یې ستونزمن کیږي او بله اړینه مسله دا ده چې د جنسي دواګانو اغېزې لڼډمهاله وي او ورو ورو بې تاثیره کېږي او وروسته خپل اغېز له لاسه ورکوي چې په دې سره ناورغ د نورو قوي درملو د موندلو هڅې پیلوي.

په یاد ولرئ چې مېرمنې کله هم د جنسي درملو کارول نه خوښوي دا مو د ګډ ژوند په اړیکو هم پوره اغېزه کوي خو له دې هرڅه سره سره باید پام وکړو چې ټولې جنسي کمزورۍ د درملو په وسیله نه جوړېږي او ډېری یې اروايي جرړې لري.

لکه څرنګه چې جنسي درمل نورې جنسي ګډوډۍ مینځته راوړي جسمي ستونزې لکه سستي، د سر درد، د بډوډو ستونزې، بې حسه کېدل، حلق او ستونی وچېدل، د زړه ستونزې، د وینې فشار، د ځګر ستونزه، کوڼ والی، ړندیدل او آن د مرګ لامل هم کیدای شي. دا هغه څه دي چې ما په خپلو مراجعینو کې په وار وار لیدلي همدارنګه  آن د مېرمنو او نارینه وو تر منځ اعتبار او باور را کمولی شي.

پایله:

کولی شو په ښکاره ووایو چې جنسي اړیکې په درملو نه جوړیږي که چېرې همداسې دوام ورکړو نو له ګټې نه به یې زیان ډېر وي ښه به دا وي چې خپلې جنسي اړیکې هرڅومره چې کولی شو طبیعي کړو تر څو له خوند سره سره دوه اړخیزوالی هم وساتل شي او دا کار په یوه مسلکي مشاوره کې له یوه ارواپوه سره ترسره کیدلی شي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *