ارواپوهنه، ټولنپوهنه، طب، ديني او اخلاقي فلسفه له انسانه څه تقاضا لري؟
دا ليکنه يوازې په دې موخه شوې چې د جنسي غريزې او له هغې سره تړلې ستونزې «ټولنیز خطرونه» پکې بیان شي، نه داسې چې ټولنې او يا فرد ته ستونزې پېښې کړي، هغه که بېبندوباره له چوکاټه وتلی افراطي اړخ وي او که له نورو غريزو سره د يو ښامار په ډول فوران کوي چې يوازې ټولنه پرې تباه کېږي، انسان يو لوی جنايتکار او ورانکار جوړوي. دويمه خبره دا ده چې ځوانان د هر عمر غريزوي انرژي په مثبتو لارو ټون او يا کنټرول کړي، ځکه د عمر په هره مرحله کې د غريزوي انرژي کنټرول د ټولنیزو موفقيتونو او بريا ته د رسېدو يوازېنۍ مستقيمه لاره بلل کېږي.
***
په لوېديځ بانډ کې د ژوند نوي فلسفيان واده هيڅ د سر موضوع نه ګڼي، خو اصلاً يې د ژوند واقعي اړخ ته لته ورکړې او هره ورځ له ډېرو غیرضروري کارونو سره مخ کېږي يا يې جنسي اړيکې دومره بېبندوباره شي چې ګټلې سرمايه يې په فاحشو ختمه او يا له جنسي غریزې سره دومره پرېکون وکړي چې ځان يو هوايي مخلوق ګڼي، دا کار بیا هم له ژونده د تېښتې او د انسان له فطرت سره يوه ناځوانې ده چې په پای کې په ځانوژنه بدلېږي.
جنسي غریزه که د نسل او سمې ارضا په موخه په چوکاټ کې وا نه چول شي په انسان نورې بېحسابه تېروتنې کوي.
د ارواپوهانو له نظره جنسي تمايل په څو لارو ځان را ښکاره کوي چې دوی بېلابېل کارونه ياد کړي دي، له هغو ټولو يې تېرېږو دا په څو ډولونو ځان را ښکاره کوي چې ځينې يې فرد او ټولنې ته زیان رسولای شي. مثلاً که جنسي غريزه يو مخيځه په شا وتمبول شي ممکن په يوه عقده او نامالومه غوسه بدله شي، لکه د مذهبي وجد په مرحله کې له بلوغ سره سم او يا وروسته د نوې ځوانې په وخت کې زیاتېږي او ځان را ښکاره کوي؛ نو که له همدې مرحلې سره هغه تمبول شوې غوسه چې له همدې غريزې سره پيدا شوې وه، که يو ځای له ديني وجد يا له مذهبي مينې سره راښکاره شوه ټولنې ته سخت زیان رسوي او د دې ښکاره بېلګه توندروه ډلې دي.
همدارنګه دا کسان ماجراجو فکر لرونکي وي چې په هر حال ذهناً شور او شر ته خوښ وي، يوه بله نمونه يې شخصيت ته رسېدونکې صدمه يې په نورو بېباوره کېدل، کرکه او انانيت دی. «هېګل ټول عمر واده و نه کړ، ځکه د ده کرکه دومره ډېره وه او د دې بېباوري له امله يې هره شپه تر سر ډکه تمانچه ايښوده.»
که چېرته په غوسه، جګړه، مذهبي وجد کې ځان را ښکاره نه کړي، بل ټولنیز زيان يې د اړيکو دی چې له هغو مو پاتې راولي، که څه هم انانيت تر يو حده ښه دی، خو نه داسې چې صميمي اړيکې په ژوند کې جوړې نه کړای شو. بیا هم په هر حال که د واده په پلمه جنسي غوښتنې پر شا وتنبول شي تر ډېره يې زیان کم وي.
خو دا يو مالوم حقيقت دی چې دا غريزه په يو نه يو ډول ځان ته د ارضا و اشباع لارې ګوري، خو په افلاطوني مکتب کې چې هغه خبره يې له اسلامي حکم سره په دې برخه کې سمه ده مثلاً: «هغه غريزې چې انسان يې د عقل په وسېله کنټرولولای شي بیا هم که انسان وغواړي پوره يې په واک کې راوستلای شي.»
دا له همدې دينې امر سره برابره ده چې؛ «انسان نفس و شيطان د سپي په څېر د شهواتو کندې ته هم اچوي مقام يې ټيټوي، خو سمه پالنه يې چې په دې کې شعور د «پوهې قوه» پوره رول لري انسان د ملايکو درجې ته رسولای شي.» خو له دينې مطلبه که له موضوع بهر نه شو ډېرو مذهبونو، صوفیانو/صوفيزم له دې دينې امره ناسم برداشت کړی، دوی زهد خدای ته د رسېدو لاره پر جسم رنګارنګ عذابونه تېرولو کې لټوي چې دې کار له ټولنې او انساني ژونده لرې کړي دي. يا هم تارکالدنيا مفکوره لري چې له ګډ ژوند، واده، کورنۍ جوړولو لرې واوسي.
د دې ښکاره نمونې د صوفيانو په تذکرو او احوالو کې راغلې دي. کله کله دې فکر داسې کارونو ته هم درولي چې د نورو ژوند په ټپه ور ودروي. په پير روښان پسې تړلې يوه کيسه استاد غضنفر په کتاب کې راغلې چې يو وخت دی او مريدان يې مراقبه و چې له هنده کابل ته خوراکي مالونه پر لاره را روان ول، دوی د د تارکالدنيا مفکورې له امله ټول کاروان، مالونه له خاورو سره خاورې کړل.
ديني برداشت ځکه له اسلامي او هغې عقيدې چې په اسماني اديانو کې راغلی له فطرت سره برابر دی، انسان هيڅکله ملايکه کېدای نه شي، د تهذيب او اخلاقياتو لپاره انسان مذهبونو ته اړتيا لري چې لوی او مهذب وګڼل شي، همدغه دينونه د پاکې او سپېڅلتوب لپاره انسان ته راغلي او يا يې د خپلې فطري غوښتنې پر اساس بېرته همدغه انسانان ځانونو ته غوره کوي.
نو که اسماني دينونو «مذهبونو» ته راشو ټولو پېغمبرانو ودونه کړي ول او دا تر اوسه هم را روانو نسلونو ته يوه سنت طریقه ده. هغه کسان چې واده د ځان د هدفونو لپاره خنډ بولي يا خو ديني پوهه کمه لري او يا خرابو کلتورو د ژوند له اصلي مسيره لرې کړي دي. په نړۍ کې ستر انسانان پېغمبران ول، خو هر يوه واده کړی او نور يې پرې امر کړي دي چې نسل راوړئ ژوند وکړئ.
د هغوئ ژوند معنوي او عالي و، ټول انسانيت ته يې خدمت او پر ځان کړاوونه ګاللي، دنيوي ژوند يې هم له انساني فطري اصولو سره سم وکړ؛ نو بیا هغه کسان چې په واده نيوکې کې کوي بېدليله هوايي غږېږي يا کېدای شي د ځينو کلتورونو اغېز وي.
د دې کلتور يوه لويه ريښه د تاريخ له نظره بوديزم ته رسېږي، په بوديزم کې هم صوفيزم خورا غښتلی و د بودا نظريه پوره له ګډ ژوند سره په ټکر کې ده، دی وايي؛ «ښځه د دنيا پليتې ده چې موږ له اصلي مسيره را ګرځوي او په هغې کې نفوذ کول په اوبو کې لکه د ماهي د لارې غوندې نامالوم دی.»
موږ عموماً ناواده کړيو کسانو ته دا خبره کوو «څومره تلواره دې ده با تورسترګې دې کور تنها ده،» راشه بانډار وکړه! يا ورته وايو «يوه لحظه کېنه با ماشومان دې له زانګو را لوېږي» يانې موږ مجردي ته په کلتوري لحاظ يوه بېمسووليته او ټايم پاسوونکې دوره وايو.
اوس چې ځينو کسانو ته ژوند يو زندان ښکارېږي او واده يو غم ګڼي، مسووليت يې بولي، دوی همدې کلتور د ځوانې او انرژې لرلو په وخت کې بېکاره عادت کړي، تر هغو پورې ځوانان بېمسووليته ګرځي، ځان ته د ماشومتوب له عينکو ګوري، له کارونو سره نابلده وي، د کور له سودا تر لويو معاملو، مراسمو ټول يې مشران کوي، که د ده کورنۍ بېبند و باره وي زوی که يې هر چېرته ګرځېده د سهار او ماښام پوښتنه يې نه کېږي، خو کله چې يې د واده خبره راشي يو فکري مشکل ورته جوړ شي لکه پر سر چې يې سور تبخی ور کېږدي.
ځکه له يوې خوا خودسرانه عادت وي او له بلې خوا يې جنسي انرژې په نورو منفي لارو کې وتلې وي؛ نو ځکه واقعي ژوند تر ساعتېرې او مېلو تريخ ور ښکارېږي، زموږ د ځوانانو له دې زاويې يوه نيوکه پر واده نه کولو د منلو وړ پر دې ده چې د خراب کلتور او له واقعي اصولي ژونده له ماشوممتوبه نه دې روزل شوي، ارزښتونه ترې پاتې او نه پرې عادت شوي.
له بل لوري د جنسي غریزې منفي اشباع چې لوڅ فلمونه کتل دي او يا په موقفونو کې د بريا کچه نه مالومېږي، دا په نړۍ کې یو لوی ګواښ ګڼل کېږي او هر کال لسګونه زره کسان دندې له لاسه ورکوي، له بلې خوا په بېلابېلو جنسي او اروايې ناروغيو اخته کېږي، همدارنګه هغه کسان چې ناواده کړي په کارځايونو کې په جنسي ځورونو زندانونو ته بېول کېږي او يا يې سرمايه په جريمو، عبث مصارفو ختمېږي له حسابه ممکن ووزي. ټولنپوهنه وايي؛ واده نه کول ورو ورو ټولنه او انساني نسل د سقوط لور ته بیايي، ځکه دا کار جرمونه تر حد زیاتوي.
جنسي غريزې د انسان د ښه او بد ګڼلو لپاره همدا نومونه وضع کړي دي، مثلاً يو هغه کسان موږ ښه ګڼو باور پرې لرو چې بداخلاقه نه وي، دا يو لوی اصل دی چې د همدې غريزې له ليدلوري ټاکل کېږي؛ نو له ډېرو جرمونو سره چې نه مخ کېږي او نه هم د زیاتې بداخلاقي تور پرې پورې کېږي هغه واده کړي کسان/ښځې او نارينه دي.
جنسي غريزه د ياغيتوب خوا ته هم تلای شي يانې هره ورځ په نوي موډ کې بايد له نوي نابلده کس سره همدغه اړيکه په بېل پوزېشن کې ونیسي، خو که دغه هوس عقلاني مهار نه شي، قناعت ور نه کړل شي، د نړۍ له هرې ښځې/نارينه سره که هم نږدې شي بيا به يې هم زړه نور اضافه څه غواړي. جنسي غريزه مرحوم ډاکټر بهاءالدين مجروح صاحب «ځانځاني ښامار» يا «اژدههای خودی» بولي چې په څو طريقو فوران کوي، خو مړېږي نه.
په ديني لحاظ او فطرتاً دا په کار ده چې دا غریزه په نورو ناوړه لارو ټون نه شي چې يا نوره ټولنه وځبي يا يې پخپله فرد قرباني نه شي، بلکې داسې چوکاټ ته ولوېږي چې په اخلاقي فلسفه کې د منلو وړ او د وجداني کړاو سبب نه شي، د ارواپوهنې له اړخه جنسي غريزه د نسل لپاره وکارېږي، د ټولنپوهنې له نظره د انسان د خوځون سبب شي چې غوره کس پخپله هم وړاندې شي او د سالمې انساني ټولنې بنياد په غوره نسل کېږدي.
بالاخره له ديني اړخه مکمل ارزښتونو ته رسېدلی عالي ژوند ولري چې دنيوي خوښې يې په برخه او د ابدي ژوند خوږو ته اسوده ور ستون شي.