شهزاد په ۱۹ توپونو ۴۴ منډې وکړې
افغان لوبغاړو ښه بیټنګ وکړ خو ټول په ۱۷۲منډو وسوځېدل.
د جنوبي افریقا ویلیرس په یوه اوور کې ۲۹ منډې وکړې. ده په مجموع کې خپل ټیم ته ۶۴ منډې وکړې.
د جنوبي افریقا له لوري د افغانستان په وړاندې ۲۰۹ منډې په شل اووریزو مسابقو کې ډېرې منډې دي خو تر دې مخکې په شپږو نورو مسابقو کې تر دې ډېرې منډې جوړې شوي دي.
د جنوبي افریقا فاسټ باولر کریس موریس ۴ افغان لوبغاړي وسوځول او پر دې سربېره یې لږ منډې ورکړې. ده ټولټال ۲۷ منډې ورکړې.
افغانستان ۱۷۲ منډې جوړې کړې. د جنوبي افریقا د تجربه کاره او تکړه ټیبم په وړاندې افغان لوبغاړو خورا ښه لویه وکړه.

تاند- جنوبي افریقا پچه وګټله او د لومړي بیټنګ پرېکړه یې وکړه.
د جنوبي افریقا غښتلي ټیم ښه بیټنګ وکړ. په ۲۰ اورونو کې یې د ۵ لوبغاړو د سوځېدو په بدل کې افغانستان ته ۲۱۰ منډې هدف وټاکه.
د جنوبي افریقا د منډو اوسط ۱۰ اعشاریه ۴۵ دی. په وروستي اوور کې یې د منډو اوسط ۱۵ اعشاریه ۶۰ و.
نن د افغانستان په ټیم کې لوی تغییر دا و چې شاهپور ځدراڼ او حمزه هوتک ته د باولینګ موقع ورکړای شوه.
د جنوبي افریقا لومړنی لوبغاړی د شاهپور ځدراڼ له لوري وسوځول شو. د جنوبي افریقا تکړه لوبغاړی ایچ ایم امله د شاهپور او اصغر ستانکزي په ګډه هڅه وسوځېد.
امیر حمزه، دولت ځدراڼ او محمد نبي هم یو – یو لوبغاړی سوځولی دی.
د افغانستان د نورو مسابقو خلاف په نننۍ مسابقه کې تر ټولو زیاتې منډې راشید خان ورکړې.
لاندې د افغان لوبغاړو د باولینګ فهرست دی:
د جنوبي افریقا لپاره تر ټولو زیاتې منډې اې بي دو ویلرز جوړې کړې. ده په ۳۴ توپونو ۶۴ منډې وکړې.
د جنوبي افریقا د لوبغاړو د بیټنګ فهرست:
اوس افغانستان بیټنګ کوي: