تاند- د کرکټ د ۲۰۱۵ د نړیوال جام د سیالیو په دوام کې نن د بي ګروپ څلور ټیمونه سره مخامخ شول. جنوبي افریقا او زیمبابوې، پاکستان او هند.
جنوبي افریقا، چې پچه یې ګټلې وه او غوره یې وګڼله چې لومړی بیټنګ یا توپوهنه په خپله وکړي، په ټاکل شویو ۵۰ اورونو کې یې د ۴ لوبغاړو د سوځېدو په بدل کې ۳۳۹ منډې جوړې کړې او زیمبابوې ته یې ۳۴۰ منډې هدف وټاکه.
د زیمبابوې ټیم په ۴۸ اور او ۲ توپونو وسوځېد او دا مسابقه په ۶۲ منډو جنوبي افریقا وګټله.
په دوهمه لوبه کې، پچه هند وګڼله او غوره یې وګڼله چې لومړی په خپله توپ وهنه وکړي. هند په خپلو ۵۰ اورونو کې د ۷ لوبغاړو د سوځېدو په بدل کې ۳۰۰ منډې وکړې او اوس پاکستان د هند له لوري د ۳۰۱ منډو هدف د پوره کولو لپاره بیټنګ کوي.
د هند لپاره تر ټولو ښه لوبه (وي کوهلي) وکړه. نوموړي سلیزه پوره کړه. د کوهلي پر ۱۰۷ منډو سربېره ایس دهوان او راینا هم ښه وځلېدل. دهوان په ۱۳۶ توپونو ۷۳ او راینا په ۷۸ توپونو ۷۴ منډې وکړې. خو د هند نور لوبغاړي دومره ژر وسوځېدل چې تصور یې نه کېده.
پاکستان هم تقریباً په ورته ډول لوبه پیل کړې ده. د پاکستان لومړني لوبغاړي یونس خان شپږ منډې وکړې او وسوځېد. خو حارث سهیل ښه لوبه وکړه. ده په ۴۸ توپونو ۳۶ منډې وکړې.
حاضر دمه پاکستان د ۲ لوبغاړو (سهیل او یونس خان) د سوځېدو په بدل کې په ۲۲ اور کې ۱۰۰ منډې کړي دي.
د پاکستان څلور لوبغاړي سوځېدلي- ۲۳ اور روان دی او د منډو شمېر یې ۱۰۲ دی. د پاکستان پنځم لوبغاړی هم وسوځېد.
هند په ۷۶ توپونو پاکستان ته ماتې ورکړه.
دا افریقا او زمباوی یی پریږده خو خبره د پاکستان کوه چی هند زبردسته ماتی ورکړه. هند تا یی مبارکی وایو پاکستان په هر ډګر کی د ماتی سره مخامخ عواړو. امین خو وایی کنه.