راشيد نور

جنوبي کوريا د نړۍ په کچه تر ټولو ډېر د انټرنېټ کاروونکي خلک لري،هلته کابو هر کس ځيرک تيلفون لري او له انټرنېټ سره وصل دی، چې دا چاره منفي پايلې هم لري.

   چارواکي وايي چې يوازې تېر کال ۱۴۰ زره ځوانان په انټرنيټ روږدي شوي خو ګومان دا دی چې اصلي شمېرې تر دې هم ډيرې لوړې  دې. په جنوبي کوريا کې ډير داسې مرکزونه شته چې د انټرنېټ او ځوانانو ترمنځ د فاصلي جوړولو لپاره جوړ شوي دي. دا مرکزونه له ځوانانو سره مرسته کوي چې له انټرنېټه لاس په سر شي. هلته په ښوونځيو کې هم داسې پروګرامونه شته چې هڅه کوي ماشومان د انټرنېټ له روږديتوبه وساتي.

د بي بي سي خبرياله په حنوبي کوريا کې د (موجو) نومې سيمې ته تللې چې هلته په انټرنېټ د روږدو يو کمپ وویني.

اعتياد (روږديتوب) څه شی دی؟

د روغتيا د نړيوالې ادارې د تعريف له مخې (هر هغه کار، فکر او عمل چې تاسو يې تر سره کوئ، تاسو ته زيان هم لري خو کنټرولولی يې نشئ اعتياد بلل کيږي. نو په داسې توګه د انټرنېټ کارول چې تاسو ته رواني زيان در رسوي او تاسو يې له کارولو لاس په سر کېدای نشئ د انټرنېټ اعتياد دی.

د انټرنېټ اعتياد د يوه کس په چال چلند او له نورې نړۍ سره د هغه په اړيکه بده اغېزه کوي، دهغوی وخت ضايع کوي او په ټوله کې يې د ژوندانه مهمې کړنې لکه کار، خوراک او خوب له خنډ او ځنډ سره مخامخ کوي. په دې سربېره د انټرنيټ اعتياد د يوه شخص د خفګان او غوسې سبب هم ګرځي.

د انټرنېټ د معتادانو کمپ څه شی دی؟

د انټرنېټ د معتادينو کمپ هغه ځای دی چې له معتادينو سره مرسته کوي تر څو د انټرنېټ کارونه کم او يا هم پريږدي. دوی ته هغه تخنيکونه ورښودل کيږي چې څنګه وکولای شي په سم ډول انټرنېټ وکاروي، د انټرنېټ داسې کاروونه چې له نړۍ او خلکو سره د هغوی اړيکې زيانمن نه کړي.

    د هاوون په نوم دې کمپ کې له۲۰۱۴  راپدېخوا۱۲۰۰ځوانانو ګډون کړی دی. په دغه کمپ کې قانون سخت دی داسې چې حتی څوک حق نلري چې له ځانه سره تلفون دننه راوړي. له راتګ وروسته له ځوانان د هغوی هر ډول برقي وسايل حتی د ږيرې ماشين هم اخيستل کيږي. ددې کمپ هڅه دا ده چې ځوان نسل وهڅوي تر څو  له موبايل پرته د ځان په اړه ښه احساس وکړي.    په دې کمپ کې د هر ډول لوبو پر اسانتيا سربيره ګېمونه هم شته چې داسې ډېزاين شوي چې د ځوانانو پام له پرليکه نړۍ څخه ريښتني نړۍ  ته وړاوي.

    کمپ کې ځوانانو ته ورښودل کيږي چې د خوشالۍ او ارامتيا لپاره له انلاين ګېمونو او د فېسبوک له لايکونو پرته نورې لارې هم شته چې هغوی ته خوشالي وربخښلی شي.

دغه کمپ د مشورې ورکولو برخه هم لري چېرته چې ځوانان خپلې ستونزې مطرح کوي او مشوره ورکونکي ورته دا ښيي چې څنګه له انټرنېټ بېلتون وکړي او څه ډول له خپل موبايل سره خپل چلند بدل کړي.

د دې کمپ چلوونکی (يانګ چول شيم) وايي چې دوی هڅه کوي چې ځوانانو ته د ټولنيزو رسنيو او انلاين ګېمونو بديلونه ور وښيي. هغه زياتوي چې موږ ځوانانو ته داسې فعاليتونه ور زده کوو چې د هغو په تر سره کولو کې د مجازي نړۍ په پرتله زيات پرځان باور خپل کړي.

       د دې کمپ يوې ۱۷ کلنې ګډونوالې (هاوان)  له بي بي سي سره په خبرو کې وويل: زه د يوټيوب په ويډيو ګانو عادت وم، داسې عادت چې تل به مې ويډيوګانې کتلې، حتی د ډوډی خوړلو پر مهال به مې ويډيوګانې کتلې، خپل موبايل به مې تنشاب ته هم له ځانه سره وړل، ما به هر ورځ ۱۸ ساعته ويډيوګانې کتلې. ما به له ځانه سره ويل چې ځه يو ساعت به ويډيوګانې وګورم خو چې موبايل به مې رواخيست هر څه به رانه هېر شول، کتل به همداسې  پسې اوږد شول. پريښودل يې واقعياً يو سخت کار دی.

هاوان وايي: په جنوب کوريا کې له ځوانانو ډېره تمه کيږي چې په خپلو زده کړو کې  ډېر زيار وباسي نو ځکه خو کوريايي ځوانان ددې لپاره چې په ځان فشار کم کړي مجازې نړۍ ته مخه کوي. ما خپله هم ددې لپاره يوټيوب ويډيوګانې کتلي چې فشار راباندې کم شي خو اغيزه يې ډيره بده وه. زما په ژوند او درسونو يې اغېزه بده وه، ما ته به په ښوونځي کې خوب راته او کله به چې له ملګر سره کناستو ټولو به په خپلو ټليفونونو اخته و، هېچا به خبرې نه کولې. ځکه خو مې دې کمپ ته پنا راوړ.

     له هاوان سره لس نورې داسې جينکۍ هم په دې کمپ کې وې. دا کمپ  څلور اونۍ دوام کوي. هاوان وايي د کمپ په لمړی ورځ يي موبايل ترې اخيستل شوی و چې ورته ډيره ګرانه وه، نه پوهېده چې ورځ به يې څنګه تېره شي؟

     د دې کمپ يو کارکوونکی وايي دلته داسې ځوانان هم راتلل چې کله به يې تلفون ترې اخيستل کيده دوی به ويل چې موږ بېرته کور ته ځو. خو د څو ورځو له تېرېدو  وروسته به له تلفون پرته ژوندکولو سره عادي شول

هاوان وايي: هيله لري چې له کمپ تر رخصتېدو وروسته خپل وخت وژغوري او هغه وخت بيا له خپلې کورنۍ سره تير کړي.

خپروونکی: د بي بي سي نړيواله څانګه

ژباړن: راشيد نور

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *