تاند- جنوبي کوریا د اسیا د هاکي د تورنمنټ په پایلوبه کې هند ته ماتې ورکړه او د دې تورنمنټ اتلولي یې خپله کړه.
په مالیزیا کې د اسیا د هاکي د تورنمنټ په پایلوبه کې جنوبي کوریا هند ته څلور ګولونه ورکړل. هندي لوبغاړو درې ګولونه ووهل.
دا څلورم ځل دی چې جنوبي کوریا د اسیا د هاکي اتلولي ګټي.
پاکستان، چې یو وخت په نړۍ کې د هاکي اتل و، له هنده وروسته درېم مقام وګاټه.
په نیمه پایلوبه کې پاکستان ته جنوبي کوریا او مالیزیا ته هند ماتې ورکړې وه.
په نیمه پایلوبه کې بایلونکو ټیمونو د یکشنبې په ورځ د درېم مقام لپاره لوبه وکړه چې نتیجه یې د پاکستان په ګټه وه.
پاکستان د یو ګول په وړاندې مالیزیا ته په درو ګولونو ماتې ورکړه.