تاند- وايي، خټکی له خټکي رنګ اخلي. که مو ګاونډی اباد شو، تاسو ته یې هم په یو نه یو ډول خیر رسېږي.

اکثره اروپايي هیوادونه د یو بل له برکته شتمن او ودان شوي دي.

د چین اقتصاد په وروستیو کلونو کې په چټکه وده کوي، تر دې چې اوس د نړۍ په دوهم ستر اقتصاد بدل شوی دی.

د چین اقتصادي ودې د دغه هیواد ګاونډیانو ته هم ګټه رسولې ده.

جنوبي کوریا وايي چې تېر (۲۰۱۵) میلادي کال یې یوازې د چینايي سیلانیانو له ورتګه ۲۵ ملیارده او ۲۸۰ ملیون ډالره ګټلي دي.

2دا شمېره نن /پنجشنبه/ د جنوبي کوریا د ګرځندوی ادارې اعلان کړه، او ویې ویل چې په ۲۰۱۵ کې جنوبي کوریا ته شاوخوا ۶ ملیونه چینايي سیلانیان ورغلي وو.

دا اداره وايي چې د ۲۰۱۲ کال په پرتله جنوبي کوریا ته د چینايي سیلانیانو ورتګ په سلو ۴۰ اعشاریه ۶ ډېر شوی دی.

د جنوبي کوریا د ګرځندوی اداره وايي، د چینايي سیلانیانو د ورتګ له کبله په ۲۰۱۵ م کال کې ۱۹۴ زره ۲۷۷ تنه کوریایان د روزګار خاوندان کړي دي.

اټکل کېږي چې که د چین اقتصادي وده په همدې ډول روانه وه جنوبي کوریا به یوازې د چینايي سیلانیانو له درکه په ۲۰۲۰ کې ۵۰ ملیارد ډالره وګټي.

په چین کې د ژوند د ستندرد او د معاشونو له لوړېدو سره یو شمېر چینایانو په ځانګړي ډول د نساجۍ فابریکې اندونیزیا او حتي بنګله دېش ته یووړې چې هم اومه مواد او هم کارګر پکې ارزانه دي. که زموږ په هیواد کې حالات ښه وای، د چین له پرمختګه به افغانستان څومره ګټه کړې وای؟

په ۲۰۱۵ م کال کې د نړۍ په بېلابېلو هیوادونو کې سیلانیانو نژدې ۲۱۵ ملیارد ډالره په سفرونو ولګول چې تر یو کال وړاندې په سلو کې ۵۳ زیاتوالی ښيي.

One thought on “جنوبي کوریا: له چینايي سیلانیانو مو ۲۵ ملیارد ډالره ګټلي”
  1. جنګ په هم دې خاطر دئ چه چين آفغانستان تر آقتصادي محاصرې لا ندي راونه ولي هم به چين ګټه وکړي هم به آفغانستان ديوه سالم آقتصاد پر لور مخه کړي .

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *