په افغانستان کې د انتخاباتو په مخه کې ډیرې ستونزې شته چې هر یوه یې پخپل ځای ستره او د اندیښنې وړ ده. له امنیتي ننګولو نیولې چې افغانستان ته د جنګسالارانو تحفه ده بیا په ټاکنو کې د ټولو خلکو تر نه ګډون پورې هغه څه دي چې د ټاکنو بهیر یې له جدي پوښتنو سره مخ کړی دی.
د ولسمشرۍ ټآکنو په لومړي پړاو کې ددغو ستونزو تر څنګ د سیمه ایزو زورواکو او جنګسالارانو له خوا د یوې ځانګړي کاندید په ګټه پراخې درغلۍ وشوې، د ټآکنو د څارونکو د څیړنو له مخې تر یو میلیون زیاتې داسې رایې وې چې باید باطلې شوې وای خو د همدغو جنګسالارانو زور او هیاهوی و چې د ناپاکو رایو د باطلولو جرات هیچا ونه کړ.
د ولسمشرۍ ټاکنو په لومړي پړاو ټاکنو کې د اوو میلیونو کسانو ګډون زموږ افغانانو لپاره د ویاړ خبره ده خو زه چې فکر ورته کوم او تر ډیره څرګنده شوې هم ده زما ذهن په ټاکنو کې د اوومیلیونو وګړو د ګډون خبره نه شي منلی. په هر صورت خدای دې وکړي چې همداسې وي او هیله مو داده چې په دوهم پړاو ټاکنو کې دغه شمیره نوره هم پسې لوړه شي.
په لومړي پړاو ټاکنو کې د زورواکو له خوا پراخو درغلیو خلک تر یوې اندازې زړه توري کړي او مایوسه کړي دي. او دلته او هلته وایي ترڅو چې ددې ډلو او کسانو دا زور او زر وي، رڼې ټاکنې به د خوب لیده وي. ټاکنې به وشي خو په ټاکنو کې د خلکو پراخ ګډون به د ناامنیو او سیمه ایزو جنګسالارانو له لاسه ممکن نه وي.
همدغه جنګسالاران چې نن د شفافو ټاکنو په ترسره کیدو ټینګار کوي او داسې څرګندونې کوي ته به وایې په افغانستان کې د دموکراسي علمبرداران یوازې همدوی دي، خو سبا په ټاکنو کې د هغو خلکو د ګډون مخه نیسي چې پوهیږي دوی ته رایه نه ورکوي، نامتو شاعر سیف الرحمن سلیم وایي:
کړي خبرې نن هغه داتحاد
چې باني دی ددي شراودفساد
دې نه لویه بدبختي دچمن څه ده
چې ګلونه په ګلچین کړي اعتماد
د ولسمشرۍ په تیرو ټاکنو کې د همدې جنګسالارانو له خوا ډیری د هغو سیمو خلکو ته اجازه ورنه کړه شوه چې ګومان کیده رایې به ددوی د سیال کاندید اشرف غني په ګټه وکاروي .
د امنیتي ارګانونو ټول واکونه هم له همدوی سره دي په تیرو ټاکنو کې یې هم د رایو په ورځ او هم د صندوقونو د لیږد په وخت کې د خلکو له رایو سره خیانت وکړ. د لومړي پړاو ټاکنو د پالیو له اعلانه یوه اوونۍ وروسته د لوګر ولایت د محمد آغې ولسوالي په یوه خوړ کې د ډاکټر غني په ګټه د کارول شویو رایو لس صندوقونه پیدا شول چې ویل کیږي د جنوب ختیځو ولایتونو د رایو و او له الوتکې څخه لاندې غورځول شوي وو.
د بلخ د دایمي والي اخطارونه به ټولو اوریدلي وي چې له کوم دریځ څخه د ټاکنو قانوني بنسټونه ته څه ډول اخطارونه ورکوي، جنګسالاران چې په دې پوه شي چې واک یې له لاسه وځي او د افسانوي شتمنیو له لاس ته راوړلو څخه بې برخې کیږي بیا نو د خلکو د وینو تویولو اخطارونه ورکوي.
په لومړي پړاو ټاکنو کې د عبدالله ټیم د پخواني جنګسالار او د ټاکنو کمیسیون د پخواني ناکام مشر فضل احمد معنوي په مرسته داسې تخنیکي درغلۍ وکړې چې ددغو ناپاکو رایو جلا کول یې ناممکن کړي و همداسې وشول څه ددوی تخنیکي او مسلکي درغلیو څه هم د عطا او نورو جنګسالارانو اخطارونو ددغو تر یو میلیون زیاتو رایو د باطلیدو مخه ونیوله.
همداسې
دغه ډول درغلۍ او سرغړونې زیاتره هغو کسانو کړې دي چې له غیر قانوني وسله والو ډلو سره تړاو لري یا سیمه ایز زورواکي او جنګسالاران دي. په تیرو ټاکنو کې تر هغو په مخکنیو ټاکنو زیات په زور تکیه شوې وه او په دې توګه د درغلیو کچه تر پخوا لوړه شوې ده.
د تیرو دورو په ټاکنو کې درغلۍ وشوې او په نورو کې تکرار شوې خو هغه وخت ښایي په دې نامه چې ټاکنې دافغانانو لپاره نوې تجربه ده په درغلیو سترګې پټې شوې او په جدي ډول ونه څیړل شوې.
خو اوس چې موږ د جمهوري ریاست د دوهم پړاو ټاکنو ته ورنږدې کیږو په کار ده چې هم د تیرو ټاکنو د درغلیو غوټې را وسپړل شي او د ټاکنو د خپلواک کمیسیون د پخواني ریس او غړو کار په دې برخه کې وڅیړل شي. او هم د راتلونکو ټاکنو لپاره منظم پلانونه په پام کې ونیول شي.