ډیپلوم انجینیره سبا رسولي –
د دلوې شپږویشتمه نیټه د هیواد په تاریخ کې یوه له هغو ځلاندو او نه هیریدونکو ورځو څخه شمیرل کیږي چې د افغانستان اتل او مجاهد ولس د خپلو وینو په بدل کې د سره پوځ هغه اتحاد، چې نږدې پنځه ویشت جمهوریتونه ورسره ملګري ول، دړې وړې کړ.
که څه هم آزادي قیمت لري نو زمونږ یونیم میلیونه هیوادوالو د خپلو سرونو په نذرانه کولو سره دغه آزادي ترلاسه کړه او شوروي اتحاد يې د تل لپاره د نړۍ له نقشې څخه ورک کړ.
زه هم یو له هغو خلکو څخه یم چې په روسیې فدراتیف کې مې د ماسټرۍ تر کچې د معادن او پیترولیم په برخه کې زده کړې کړي، خو د خپل ګران هیواد له اشغال څخه د خلاصون په موخه مې خپل دوه وروڼه، چې د هیواد کدرونه او ډاکتران وو، قرباني کړي دي. ما یوه ورځ د جهاد له کامیابۍ وروسته د چوکۍ، چور، غصب او ناروا کارونو فکر ونه کړ او د خپل وطن د آبادۍ او سوکالۍ لپاره مې عادي ماموریت پیل کړ چې ګوندې وطن به مو اوس د سوکالۍ او ښیرازۍ خواته درومي او په زړه مې د رغونې او پرمختګ لپاره هیلې اوامیدونه موجونه وهل خو متاسفانه د پردیو په ډالرو او کلدارو یوشمیر خرڅ شوي لیډران او جنګسالاران زما امیدونه او هیلې له خاورو سره خاورې کړ او د پنجاب د خوشاله ساتلو لپاره يې زما ګل وطن هم په کنډواله بدله کړ.
ولسمشرغني به د دلوې د شپږویشتمې نیټې په ویاړ جوړې شوې غونډې کې په اداري او امنیتي سیستم کې په اصلاحاتو بیا ټینګار وکړ خو له دغې غونډې یوه ورځ وروسته د لویې جرګې په خیمه کې د شمال لنډغرو او یوشمیر جهادي ټیکدارانو په تونده لهجه د ولسمشر له لورې د اصلاحاتو رامنځته کیدل یې له صحنې څخه د مجاهدینو لیرې کول په ګوته کړ.
دغه جهادي ټیکداران وايې، هغه لنډغر او بې سواده جنرالان، ډګروالان او تر دې راکښته خلک چې په زور او زر مقرر شوي او یوه ورځ يې حربي ښوونځي او حربي پوهنتون نه دی لیدلی، باید مکافات شي او پریښودل شي چې څه يې زړه غواړي وکړي ځکه دوی جهاد کړی او حق يې دی چې په هیواد کې ارج مرج جوړ کړي.
دوی فکر کوي که چیرې یو منظم، ملي او غیرسیاسي امنیتي ځواک رامنځته شي بیا خو نو د دوی هغه ټول کاروبار چې، دمخدره موادو قاچاق او پردیو هیوادونو سره دجاسوسۍ تارونه غځولي افشاء او دقانون منګلو ته سپارل کیږي.
جنګسالاران دې مطمین اوسي چې دوی سره به دحساب کتاب یوه ورځ نه یو ورځ راشي او بیا به ددوی څخه دټولو هغو دارایو او شتمنیو پوښتنه وشي چې له کومه يې کړي دي.
اصلي او واقعې مجاهد یوه مړۍ ډوډۍ نه لري او دوی کابل ، او هیواد نورو مهم ولایتونه غصب کړل او په رزهي او لنډکروزو کې ګرځي.
د ورځې له دولت څخه باج اخلي دشپې دخلکو په ناموس تیرې کوي ، چور غلا او اړ ، دوړ همدوی جوړ کړی.
په ښار کې په ښکاره له وسلو سره ګرځي او لامل يې دادی مونږ جهاد کړی ، ترټولو مهمه داده چې تر پرونه پورې يې جهاد دخدای د ضاء لپاره بلله خو نن وايې چې دا سیاسي جهاد وو.
زما هیله له ولسمشر څخه داده چې په پوره ډاډ او اطمنان سره دې دهیواد امنیتي بنسټونه پیاوړي کړي ، ولس درسره ملګری دی او ددوی په باټو او لافو وار مه خطاء کوه، دمشرانو جرګې مشر مسلم یار صیب چې په ډیری مسایلو کې ملي موقف نیسي په یوه لویه غونډه کې تاسې ته څرګنده کړه چې (مونږ ټول په عذر او زارۍ ولس راټولو) نو هیله ده چې په پوره قاطعیت او دارایت خپل کار ته دوام ورکړي ځکه ولس له تاسې اصلاحات غواړي او تاسې ورسره د اصلاحاتو ژمنه کړې وه.
که تاسې هم دجنګسالارانو غیږې ته ورغلی او په هغوې مو تکیه وکړه بیا نو هغه ورځ لیرې نه ده چې دهمدوی لخوا درته ستونزې پیدا شي او یوازې به په میدان پاتې يې، نه به ولس ته بیرته ورتلی شي او نه به هغوې درسره ملګري شي ځکه دغو جنګسالارانو ته تر هرڅه وړاندې ګډوي ، انارشي او بې عدالتي مهمه ده چې همدا اوس يې هم په دوام ټینګار او د اصلاحي پروګرامونو مخه نیسي.
وما علینا الالبلاغ