لیکوال: حسیب الرحمن نورمل

جنګي اسیران هغه نظامي چې په جګړه کې ښکېل وي خو د مقابل لوري له خوا د جنګ په جریان کې ونیول شي.د« جنګي اسیرانو» کلمه په ۱۹۲۹ کال کې په لومړي ځل د ژنو په تړون کارول شوې، وروسته بیا د ژونو په درېم تړون کې د جنګي اسیر کلمه لرې شوه او پر ځای«جنګي زندانیان» کلمه وکارول شوه خو د وخت په تېرېدو سره بیرته دا کلیمه په «جنګي اسیرانو» بدله شوه چې اوس هم جنګي اسیران ورته ویل کیږي.

جنګي اسیران ځینې حقوق لري چې د ۱۹۰۷ کال په کنوانسیون کې د اسیرانو ځینې حقوقو او د هغوی سره د چلند په اړه یادونه شوې، د ژنو د کنوانسیون په څلورمه ماده کې نظامي افرادو، جریکي جنګیالیو او د ځینو خاصو افرادو  محافظت یا ساتنې ته په کې یادونه شوې. ددې کنوانسیون تر ټول لویه ګټه دا ده چې د اسیرانو بې ځایه ځورونه او شګنجه یې غیر قانوني بللې او دا یې اړینه بللي چې د جنګي اسیر باید نوم، د زېږېدنې تاریخ، رتبه او د سرویس شمېره یې باید اعلان شي.

د بشر حقوق او جنگي اسیران

پخوا به د اسیرانو حقوق ته پاملرنه نه کېدله او هغوی به له ناوړه برخلیک سره مخ وو هغوی به په ډېر وحشیانه ډول وژل کېدل د هغوی به په ژوندون د بدن غړي پرې کېدل، هغوی به عقیم کېدل او دې ته ورته نور ناوړه رویه به ورسره کېدله، په هغه خت به هغه هېواد چې به نورو هېوادونو کې به یې اسیران وو نو د سر په قیمت به یې هڅه کوله چې له اسارت نه خوشي کړي.

خو وروسته دې موضوع د ځینو هېوادو پام یې ځان ته راواړلو او همدا راز ځینې نړیوال مقررات او تړونونه لاسلیک شول چې باید په اسیرانو زور زیاتی ونشي. چې د هغو نه یو هم ۱۹۲۹ کال د ژینو کنوانسیون یادولو شو چې پدې کې د اسیرانو ځینو حقوقو ته شاره شوې.

د جنګي اسیرانو ساتنه

اسیر کوونکی هېواد مکلف دی چې جنګي اسیران له نیولو وروسته باید خلع سلاح کړي او د جنګي ساحې نه یې امن ځای ته انتقال کړي، د هغوی سره باید په اسارات کې د نظامیانو په څېر چلند ونشي همدا راز باید هغوي ته د اسارات په ځای کې د ژوند ټولې اسانتیاوې برابرې ګړي او د هر ډول ګواښ نه په امن وي.

مادي مرستې او د اموالو مصونیت یې

جنګي اسیرانو ټول اموال د اسارت په وخت کې مصونیت لري پرته له جنګي تجهیزاتو، اسلحې او نظامی اسنادو نه چې هغه د اسارت کوونکی هېواد له خوا ضبطیږي، همدا راز اسیران هر ډول مادي مرستې  دهر هېواد او سازمان نه  تر لاسه کولای شي او هغه مادي مرستې چې د اسیرانو سره کیږي هغه د هر ډول ګمرکی عوارضو څخه معاف دي.

د فرایضو او د مذهبي مراسمو آزادي

اسیران په اسارت کې مذهبي فرایضو سرته رسول او یا په هغه کې ګډو کول کولای شي کوم ځانګړی مامنعت نشته، اسیر کوونکي هېواد او نظامیان باید اسیرانانو اعتقاداتو ته احترام ولري، او د هغوي د عبادت لپاره باید زمینه برابره کړي.

د جنګي اسیرانو سره چلند

د بشرپال نړیوالو حقوقو په اساس باید د جنګي اسیرانو سره سم انساني چلند وشي، او د هغوی مشخصات او هویت ثبت شي، هغوي په مناسب او بې خطره ځای کې وساتل شي او له هر ډول تبیعض پرته چلنډ ورسره وشي، هر اسیر ته باید د جنسیت، سن سال او جنسي وضعیت سره لومړیتوب ورکړل شي دا لومړیتوب تبعیض نه بلل کیږي دا مشروع عمل دی. دهر جنګي اسیر سره هره غیر انساني کړنه، انتقام اخیستل، زور زیاتی، شکنجه ، توهین او تحقیر منع دی.

په اسلام کې د اسیر مفهوم

په اسلام کې اسیر هم هغه جنګیالي  او د اسلام دوښمن ته ویل کیږي چې د جنګ په وخت کې له جنګ نه وروسته د مسلمانانو له خوا ونیول شي، په اسلام مبارک دین هم جنګي اسیرانو ته حقوق ورکړل شوي اسلام  وايي باید له هغوی سره باید زور زیاتی ونه شي.

اسلام او جنګي اسیران

هر اسیر په اسلام کې مخکې له اسارت نه د جنګي نظامي په څېر وي هغوي سره باید شرعي او قانوني مبارزه وشي، خو چې کله اسیر شي د هغه سره  باید هغه سره سمه چلند وشي، کله چې مسلمانان نظامیان جنګیالي ونسي نو خپلو رهبرانو ته یې راولي رهبران یې بیا دا فیصلې کوي:

 لومړی: بې قیده شرطه یې آزادوي

دویم: یا د فدیې په بدل کې آزادوي

 دریم: یا یې غلام نیسي

 څلورم:  اویا یې د مسلمانانو اسیرانو په بدل کې آزادوي.

په اسلام کې د اسیرانو امتیازات

۱: په اسلام کې د جنګي اسیرانو حقوق تاریخي قدامت لري، له پخوا نه په اسلام د جنګي اسیرانو ته حقوق ورکړل شوي دي، او عملي کول یې الزامي دي.

۲: اوس هم په ځینو نړیوالو مقرارتو او تړونونو کې جنګي اسیرانو حقوق نېمګړتیاوې لري چې هغوی ته په کې بشپړ حقوق نه دي ورکړل شوي خو د اسلام مبارک دین جنګي اسیرانو ته پوره حقوق ورکړي دي.

۳: په اسلام کې د جنګي اسیرانو په حقوقو کې اخلاقي او انساني برخې ته ډيره پاملرنه شوې ده مسلمانانو ته لارښوونه شوې ده چې د جنګي اسیرانو سره باید اخلاقي چلند وشي.

۴: د ژينو کنوانسیون هم د جنګي اسرانو حقوق بیان کړي خو اسلام د ژینو د کنوانسیون هم لوړ او ډير جنګي اسیرانو ته حقوق ورکړي دي.

د اسارت پای

اسارات پای د ځینو تړونو او تعهداتو له امله چې د ځینې هېوادونو ترمنځ لاسلیک شوي وي پای ته رسیږي همدا راز کله چې اسیر مړشي یا وتښتي پدې سره یې اسارت پای ته رسیږي چې لاندې د ځینې هغه لاملونه چې د اسیرانو اسارت پای ته رسوي یادونه کوو.

۱: مرګ۲: تړون یا تعهدات ۳: ژور زخمونه ۴: سخته ناروغي ۵: تبادله

له دې نه غواړم غواړم چې په تبادلې بحث وکړم.

د اسیرانو تبادله

که څه هم د بشر پال نړیوالو تړونونه د اسیرانو په تبادلې سکوت اختیار کړي خو بیا هم ځینې هېوادونه د ځینو تړونو له مخې جنګي اسیران تبادله کوي، پخوا د ځینو هېوادونو به د هغو اسیرانو د تبادلې هڅې کولې چې ډېر به ناروغ وو یا به ژور ټپي وو چې دا طریقه پخوا د اسارت د پای لپاره یو معمولي لار وه.

اوس د ځینو هېوادونو تر منځ د اسیرانو او زندانیانو تبادلې شته چې د ځینې قانوني او ځینې په غیر قانوني ډول دي.

په اسلام کې د اسیرانو د اسارت پای( تبادله)

په اسلام چې هم د جنګي اسیرانو اسارت په څو مختلفو طریقو پای ته رسیږي چې د هغو له جملو نه یې ځینې دا دي.

الف: د قردادونو او تعهداتو له مخې

کوم تړونه یا تعهدات چې د اسلامي یا غیر اسلامي هېوادونو ترمنځ لاسلیک شوي د هغه مطابق د اسیرانو اسارت پای ته رسیږي، چې د اسلام په تاریخ کې د حدیبې لوی تړون دي د اسلام ستر پیغمبر  له کفارو سره لاسلیک کړی و.

ب: په یو اړخیز ډول د دښمن د اسیرانو ازادول

داسلام په تاریخ کې پرته له کوم تړون ځینې جنګي اسیران آزاد شوي، رسول کریم(ص) د بدر په غزا کې پرته له دوو نفرو نه یې نور ټول اسیران آزاد کړل او همدا راز د حنین د غزوې د دښمن د قواوو شپږ زره اسیران داسې آزاد کړه چې خپل مالونه یې هم ورته وبښل.

ج: فدیې په بدل

په اسلام کې پخوا هم جنګي اسیران د فدیې په بدل کې آزادېدل.

 اخځلیکونه(ماخذ)
۱: بیګدلی، ضیائي، محمد رضا،بشپرال نړیوال حقوق، د پوهې کنج خپرندویه ټولنه، ۱۳۹۲ کال.
۲: کندهاری، ایوبی، محمد ابراهیرم، حقوق، لاهور،۱۴۳۴ ه ج، ۱۰۰ ټوکه.
۳: بروتوکولهای، علاوه شده بر میثاقهای ژنیو ۱۲ اګسټ سال ۱۹۲۹، د سرې میاشتې نړیواله کمېټه.

One thought on “جنګي اسیران او حقوق یې”
  1. ماشاالله ډیره پرځای لیکنه ده، که څه هم د لیکلو پروخت یوڅه املایی غلطی ندی اصلاح شوی ، خو د داسی لیکنو خپرول یو پرځای او معقول کاردی. له یوی خوا زمونږ علمی پانګه زیاتیږی او له بلی خوا په خواشینی سره زمونږ هیواد په تیرو 36 کلونو کی د جنګ او جګړی میدان دی ، که څوک وغواړی یا ونه غواړی خو دواړو خواوو ته افغانان او رښتینی مسلمانان یو د بل په مقابل کی ولاړ دی . د افغانانو د وژلو ترڅنګ یو زیات شمیر یی په اسارت کی لویږی او په ډیره بیرحمی سره ځورول کیږی. هغوی ته هیڅ ډول انسانی او اسلامی حقوق نه قایل کیږی چی دا کار د نورو عقدو د تولید ، بیرحمی او انتقام سبب کیږی. هیله ده چی زمونږ ټول وسله وال قوتونه او مخالفین پورته ذکر شوی نورمونه ، قرآنی او اسلامی ارشادات په نظر کی ونیسی.
    الَّذِينَ يُنفِقُونَ فِي السَّرَّاءِ وَالضَّرَّاءِ وَالْكَاظِمِينَ الْغَيْظَ وَالْعَافِينَ عَنِ النَّاسِ ۗ وَاللَّهُ يُحِبُّ الْمُحْسِنِينَ (134) وَالَّذِينَ إِذَا فَعَلُوا فَاحِشَةً أَوْ ظَلَمُوا أَنفُسَهُمْ ذَكَرُوا اللَّهَ فَاسْتَغْفَرُوا لِذُنُوبِهِمْ وَمَن يَغْفِرُ الذُّنُوبَ إِلَّا اللَّهُ وَلَمْ يُصِرُّوا عَلَىٰ مَا فَعَلُوا وَهُمْ يَعْلَمُونَ (135) أُولَٰئِكَ جَزَاؤُهُم مَّغْفِرَةٌ مِّن رَّبِّهِمْ وَجَنَّاتٌ تَجْرِي مِن تَحْتِهَا الْأَنْهَارُ خَالِدِينَ فِيهَا ۚ وَنِعْمَ أَجْرُ الْعَامِلِينَ (136) قَدْ خَلَتْ مِن قَبْلِكُمْ سُنَنٌ فَسِيرُوا فِي الْأَرْضِ فَانظُرُوا كَيْفَ كَانَ عَاقِبَةُ الْمُكَذِّبِينَ (137) هَٰذَا بَيَانٌ لِّلنَّاسِ وَهُدًى وَمَوْعِظَةٌ لِّلْمُتَّقِينَ (138) وَلَا تَهِنُوا وَلَا تَحْزَنُوا وَأَنتُمُ الْأَعْلَوْنَ إِن كُنتُم مُّؤْمِنِينَ (139) إِن يَمْسَسْكُمْ قَرْحٌ فَقَدْ مَسَّ الْقَوْمَ قَرْحٌ مِّثْلُهُ ۚ وَتِلْكَ الْأَيَّامُ نُدَاوِلُهَا بَيْنَ النَّاسِ وَلِيَعْلَمَ اللَّهُ الَّذِينَ آمَنُوا وَيَتَّخِذَ مِنكُمْ شُهَدَاءَ ۗ وَاللَّهُ لَا يُحِبُّ الظَّالِمِينَ (140)

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *