د تیر په شان په رسنیو او ټولنیزو شبکو کي د دولت او مخالفینو ترمنځ یو ځل بیا د سولې خبرې تودې شوي دي خو فکر نه کوم چي دا وړۍ دې شړۍ شي. ځګه چې دولت تقریباً له یو کال راپه دې خوا د سرپرستانو لخوا په مخ وړل
کیږي. هغوی په دې پوهيږي چې په سمبولیکه توګه په څوګيو ګومارل شوي، هغه که وزیران دي او که که والیان دی، د خپلې موقتې دورې يا د انزوا په حالت کې هيڅ ډول رغنيز کار نه کولای شي او یا يې د کولو اجازه نه لري.
په هر حال د سولی په نوم د دې نوې ډرامې تر شا یو څه پراته دي او هغه دا چې د ملي وحدت د دولت پر وړاندي پرتې د دولتي ادارو چارې همداسې نیمګړې پاتي شي.
د ملي دولت کارکوونکی د تش په نوم د سولې په پروګرامونو او دوسیو کي بوخت دي او هیواد یې د یوه نوي ناورين په لور روان کړی دی.
پاتي شوه د طالبانو او دولت تر منځ د سولې خبره سمه ده دا سوله به په شکل د اشکالو د طرفینو تر منځ د یو لړ شرایطو په وړاندي کولو او منلو رامنځ ته شي خو څه ته چې سوله وايي بیا هم نه راځي
په عمومي ډول که طالبان په دوه کټګوریو وویشو نو یوه کټګوري یي هغه ده چي سیاسي مشران او په فزیکي ډول په روان جنګ او تاوتریخوالي کي ښکیل نه دي او یواځي فرمانونه ، پروګرامونه او مشري په غاړه لري.
بله ډله هغه ده چي په فزیکي ډول په جنګ کي ښکیل دي او په کلي – ولس او اطرافو کي په خپلو سیمو کي خپل فعالیت کوي، چي دغه ډله ټول سم پیژني چي څوک دي د چا زامن، د چا لمسيان دي کوم قوم پوري تړلي دي دغه کټګوری خلک له سولې بیا هم بې برخې پاتي کیږي او د سولې په وخت کي د دوی ژوند ډیر ناارامه او تر ستر ګواښ لاندی وی. دغه کټګوری طالبانو په خپلو سمیو کي ډیرې پیژندګلو خلک شهیدان، معیوب،بي عزته او په شکل د اشکالو ربړولي چي دا په
خپله یوه شخصي دوښمني ده او دوی خپلو کورنیو ته په لوي لاس یوه تاریخي دوښمني پریښي ده چي لومړی به د دوی د سرونو په شمول د دې دوښمني لمبي د دوی راتلونکو نسلونو ته پاتې شي. څومره خلک چي په اطرافو کي د طالبانو لخوا
په انفرادي ډول وژل شوي رټل شوي ، اختطاف شوي، معیوب شوي او یا په یو نه یو ډول په یو نوم او بل نوم پیسي تري اخیستل شوي دغو ټولو ته خپل خپل مدعیان معلوم دي دا بیله خبره ده چي تر اوسه یي نه په خپل مدعي غږ کړی او
نه یي غچ تري اخیستی. د وس وس خبره ده او د دوي چوپتیا په دي معني نه ده چي دوی خپل دښمن نه دی پژندلی. کونډه ښځه هم چاته خپل بدل نه پریږدي پاتي لا بریتور دي پښتون. پښتون چي سل کاله بعد هم بدل واخلی وایي چي ډیره
تادي مي وکړه. د جنګي طالبانو په قسمت کي سوله نشته دوی به د دولت او طالبانو له سولې نه وروسته په شخصي بدیوو کي ښکیل کیږي او هر یو به خپل انجام ته په ښکاره او په پټه رسول کیږی، چي دا یو بل عذاب دی.
البته له دي ناورین نه هغه طالبان تر یوه بریده بچ دي کومو چي د جنګ په میدانونو کي له دولت سره مخامخ جګړه کړي او یا یي په لویو لارو کي خلک وژلی، تهدید کړي او یا اختطاف کړیدي ځکه چي په لویه یا عامه کچه جنګ کي مړه کیږي او دغه جنګونه د سیند په معني دي او له سیند نه مړي نه ګټل کیږي پاتي شول د لمړی کټګوری طالبان چي مشران او په فزیکي ډول له جنګه لري پاتي شوي سوله د دولت او ددي کټګوری سره کیږي چي دوی به له سولې ګټه پورته کوي او امتیازات به ورکول کیږي او تر ډیره به له شخصي دوښمنیو خلاص وي. د دوي دښمني له دولت سره وه او دولت له دوی سره روغه وکړه دغه کټګوری طالبان اوس له هیواده لري دی، او په نورو هیوادونو کي د خپلو ځانونو خوندي ساتلو لپاره میشت دي تر څو له یوي خوا خوندي وي او له بلي خوا خپل پروګرامونه په ښه شکل جوړ او مالي مرستي په ښه شکل را غونډي کړي.
د سولې په وخت کي به دغه کټګوری خلک افغانستان ته راشي او جنګي کټګوری طالبان به له خپلو سمیو د شخصي دوښمنیو له مخي فرار او یا خارجي هیوادونو ته په تلو مجبوره شي. د هغوي کورني به په شکل د اشکالو له یو قسم تهدید او یوستونزی سره مخامخ وي چي په دي ډول د شخصي دوښمنیو یو نوي پړاو به شروع وي چي په تدریجي ډول به په مخ ځي.
زما په نظر دسولې راتلو ته ډیر پړاوونه په مخ کي دي لومړی باید دغه پړاونه طی شي لکه تر څو چي د ډیورڼد کرښي موضوع حل نه شي د سولې راتګ له امکان نه لري ښکاري. همداسي له امریکا سره له ۵۰ کالو څخه تر ۱۰۰ کالو
پوري یو اوږد مهال ستراتیژیک ټړون او د ایران اوسني نظام چپه کول او د هغي پر ځای د امریکا د خوښي دولت رامنځ ته کول او د پاکستان او هند تر منځ یو داسي جګړه چي د پاکستان اټومي توانایي یا استعمال شي او یا په شکل د اشکالو د ملګري ملتونو یا امریکا لخوا سلامت تر لاسه شي.
نو بیا ویلی شوچې اوس نو سوله راتلی شي.
لیکوال صاحب د یو لیکوال لپاره پکاره ده چی د وخت او شرایطو سره سمی لیکنی ولیکی ستاسو لیکنه به لاندی دلایلو د افغانستان په ګټه نه ده.
۱- ستاسو د لیکنی عنوان موږ ته هغه خبره راپه یادوی چی غرڅه د غرو وه خو کله یی چی ګنګړی ورواچولو د غرو شوه. ستاسو د لیکنی عنوان په جګړه کی اخته طالبانو ته منفی پیغام دی چی سوله وکړی. او ستاسو خبره بلکل سمه هم نه ده . دا ځکه تر جمعیت، وحدت، جنبش او نورو ډلو چی تر طالبانو یی ډیر بد بد کارونه کړی دی نو چی هغوی ته څوک څه نه وای طالبانو ته ولی څوک څه ووایی
۲- دلیکنی په اخر کی تاسو په افغانستان کی د سولی راتلولو ته دومره سخت شرایط ایښی دی چی حتا سوله مو ناممکینه کړی ده.
!ښاغلی زموږ بیا درته دا مشوره ده چی ګنډلی یی نه شی نو څیری کوه خو یی مه کنه