د روسانو خلاف جنګ کې چې نژدې لس کاله يې دوام وکړ، مجاهدینو په خپله ډوله جهادي دوره کې دغه ډول بریدونه نه دي کړي لکه اوس چې يې جنګي ډلې کوي. د روسانو تر وتلو وروسته چې مجاهدین بریالي شول نو د واک پر سر يې هغه ډول وحشتونه تر خپل منځ سره وکړل چې په تېره لس کلنه جهادي دوره کې يې نه وو کړي. تر دې وروسته چې طالبانو حرکت پيل کړ نو دوی او مجاهدینو یو د بل خلاف هغه څه وکړل چې مخکې نه وو شوي.

تر هغه وروسته چې طالبي نظام ړنګ شو او پر ځای يې نوې اداره رامنځته شوه؛ طالبانو يې پر ضد حرکت پيل کړ. په لومړیو کې که به د طالبانو په بریدونو کې لږ هم ملکي کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې وه، نو طالبانو به چورلټ انکار کاوه چې دا کار د دوی جنګیالیو نه دی کړی. ورو- ورو جنګ سختېده او د ملکیانو تلفات هم ورسره زیاتېدل، طالبانو له تعرضي بریدونو بمي بریدونو، څانمرګي حملو او ډله ییز ځانمرګو بریدونو ته خپل جګړه ییز تکتیکونه بدلول چې په نتیجه کې يې د هر تکتیک تر ایجاد وروسته د ملکیانو مرګ ژوبله هم ورسره زیاته شوې ده.

په تېرو دوو یا درو کلونو کې جنګ دومره خونړی شوی دی چې د یوه عسکر له وژلو سره جنګي ډلو لس ان شل تر دې هم اضافي ملکي کسان وژلي دي. په تېرو اتلسو کلونو کې د جنګ قوانین او جنګي اخلاق په دا ډول تر پښو لاندي شول چې په تېره دوره کې يې مثال نه شي وړاندي کېدای.

د طالبانو او داعش په نوم اسلامي جهادي ډلو خپلو موخو ته د رسيدو لپاره له هيڅ وسیلې ډډه ونه کړه او هيڅ ارزښت يې هم پرېنښود چې د خپلو موخو لپاره يې استفاده نه وي ورڅخه کړې. طالبانو مسجد کې انفجار وکړ، جنازه يې په نښه کړه، په لنګوټه کې يې ماین ځای پر ځای کړ، د ښځو جامې او حجاب يې استعمال کړل، واده يې خپلې خوښۍ ته پرېنښود، ورا يې په غمونو واړوله، ناوې او زوم يې ووژل، قران کریم کې يې بم کېښود، د خلکو ترمنځ يې پر یوه کس باندي ځانمرګی وکړ، لوبو ته يې بمونه خښ کړل، د مکتب ماشومان يې شهیدان کړل، پوهنتون يې وران کړ، علماء يې ووژل، خبریالان يې ذبح کړل، په بازارونو کې يې انفجارات وکړل، منبر او محراب يې په وینو ولړل، د جومې د لمانځه مهال يې پر عبادت ولاړ کسان ووژل، په روژه کې يې قتلونه وکړل، خلک يې له محکمې پرته ووژل، د یوه بانکي کارډ پر سر يې خلک د موچي په تار ذبح کړل، په یوه تش تور يې خلک له ژونده محروم کړل، د عسکر د کورنۍ ښځې او کورنۍ يې د مرګ په خوب بیده کړې لکه د هلمند د دادو قومندان کورنۍ، تر خپل منځ يې جنګونه وکړل، د طالب او حزب اسلامي ترمنځ د قدرت پر سر جنګونو کې دوی او عوام دواړه قتل شول، له داعش سره خونړي جنګونه وشول، د مړو انسانانو په سرونو پټبال وشو، غوږونه له معلم څخه پرې شول، نجونې په جنګ کې استعمال شوې، ماشومان وکارېدل، حتا لیوني انسانانو ته يې په غوټو کې بمونه ور کړل او په ریموټ يې هغه مهال منفجر کړل چې عسکرو ته به نژدې شول، تر داسې حاله چې حیوانات يې هم د ځانمرګي بریدونو لپاره وکارېدل. لنډه دا چې هيڅ ډول قوانین او ارزښتونه پاته نه شول چې جنګي ډلې هغه ته احترام ولري او د هغه شي د نوم په اخیستلو دوی ته هغه شفیع کړې او د یو ډول نه یو ډول رحم و ترحم غوښتنه یو انسان ترې وکړي.

طالبانو او داعش ټولې عامه المنفعه پروژې او تاسیسات په ډېر بربنډ ډول د خپلو موخو لپاره وکارول او د هرې هغې پروژې په وړاندې يې خنډونه ایجاد کړل چې دوی ته پکې سهم نه وو ور کول شوی. دوی د دین، وطن او ملت تر نوم لاندي نه یوازي خپلې شخصي ګټې خوندي کړې بلکې د نورو هیوادونو استخباراتي کړیو ته يې هم پریمانه خدمات وکړل. د اوبو بندونه ورانول، د برق ستنې الوزول، پلونه و پلچکان انفجارول، په بازارونو کې ځانمرګي کول، په لویو لارو کې بمونه خښول، د لارو پر سر خلک په ویره اخته کول، خلک تښتول، د لارو پر سر له موټرو او مسافرو پیسې اخیستل، د دولت او خارجیانو د کمپنيو په نوم د شخصي خلکو موټر او مالونه د پیسو لپاره را ګرزول، د یوې کمپنۍ یا شرکت له لوری دوی ته د دې لپاره پیسې ور کول چې د ده شرکت ناکامه کړي او زموږ هغه په هر ځای کې خوشي کړل شي، دا او دې ته ورته نور موارد ټول هغه څه دي چې نه قوانین ورته جواز ور کوي اونه انساني اخلاق.

اما جنګ لومړی دې ارزښتونو او جنګونو ته په خورا درنښت را پيل شي، خو د وخت په تېرېدا داسې مرحلې ته ورسېږي چې بیا هيڅ ډول اخلاق او ارزښتونه پکې نه خوندي کېږي او په لوی لاس دا هر څه تر پښو لاندي کړل شي.

طالبانو د ۲۰۱۹ کال سپټمبر د میاشتې په پروان، کابل، ننګرهار او زابل کې هغه بریدونه په جګه غاړه ومنل چې لسګونو ملکي کسانو ته پکې مرګ ژوبله اوښتې وه. همدا شان د داعش وسله والې ډلې د کابل په یوه صالون کې د واده برید په نره توره ومانه چې تر ۹۲ ملکي کسان پکې مړه او تر سل زیات کسان پکې ژوبل شول.

له انساني تجربو او د جنګ و وحشت له تاریخونو څخه دا په ډاګه کېږي چې هره جنګي مرحله لومړی دومره وحشي نه وي لکه وروسته چې وحشت او بربریت ته مخه کړي، ځکه انسان چې په هر ډول محاول او چاپيریال کې واوسي هماغه بڼه اخلي. د تیرې دورې مجاهدین چې وروسته يې تر خپل منځ او بیا له طالبانو سره وحشتونه وکړل، همدا شان اوس طالبان او داعشیان چې هم له دولت سره اخته دي او هم تر خپل منځ سره ښکیل دي هغه جنګي جنایتونه کوي چې د انسان ژبه يې له بیانه او قلم يې له لیکلو هم ستومانه کېږي او هم ورته عجر دي. مثلا په زابل کې پر یوه ملکي روغتون داسې ځانمرګی برید چې لسګونه انسانان يې په خوب کې ووژل او تر سل پوري کسان يې زخمیان کړل، خو له دې سره طالبانو په ډېر ډاډ دا پړه ومنله او ادعا يې وکړه چې دولت ته يې زیان رسولی دی. په داسې حال کې چې ټول ملت نارې وهي ملکي کسان دي، خو طالب بیا هم په دېر جرأت وايي چې نه دولت ته مو زیان رسولی دی.

زموږ د دې خبرو هدف دادی چې جنګ جنګ زیږوي، هغه انسان چې خپل نیمايي ژوند په جنګ کې تیر کړي ممکن تر هغه انسان لږ عاطفي وی چې ټول ژوند يې په جنګ کې تیر شوی وي. هغه څوک چې لوی جنګ ته ورشي شونې ده تر هغه چا لږ رحم په زړه کې ولري چې له ماشومتوبه يې همدا کار و کسب پاته شوی وي.

زموږ په هیواد کې د جنګ دا څپه تر دې هم خونړۍ کېدای شي، که یو کال نور هم پر واوړي نو د نن جنګ به خلک ورته کم بولي، دا نن وحشتونه به د خلکو هیر شي، اود جنګي ډلو زاړه مشران چې مړه کېږي ځای يې نوي کسان نیسي چې تر خپلو اسلافو په څو چنده سخت زړي او د وینو تږي وي، له دې امله باید افغان ملت، دولت او نړۍ واله ټولنه د انسانيت په خاطر له موږ سره دا همکاري وکړي چې جنګ بند کړي او جنګي ډلې په ډیالوګ یا هم زور سوله ییز ژوند ته وهڅوي.

۲۰۱۹/اګست/ ۲۰

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *