صابر وردګ –

کله چې په جنګ کې هره ورځ لااقل لس جنګیالي ومري، خو د جنګ په لیکو کې د ټوپکو د سړیو په تعدد تاثير ونلري، پوه شه، چې دا جنګ ګټونکی نلري. ددغې حقیقت د ثبوت لپاره موږ بلا تجربې ترشا پرایښي دي،‌خو لاهم باور لرو او یا راباندې منل کېږي، چې دا جنګ به ګټو؛ اما کله هم نه وايو چې دا جنګ به ختموو.

تېرکال د هلمند په سروان کلا کې د سختو جنګي تبليغاتو په ګرمه کې د طالبانو او افغان ملي ځواکونو ترمنځ یوه اونۍ تونده جګړه وشوه او دواړو لوریو ته د قربانيو له اوښتون سره سره، د جنګ ژوندي سربازان خپلو کورونو ته بې پایلې ستانه شول. نه سروان کلا داسې فتحه شوې وه، چې ملي‌اردو پکې حلوا ویشلې وای او نه طالبانو داسې یرغل وکړ، چې بيا سروان کلا ته د دولت په نامه څوک لاړنشي. د سروان کلا جنګ له دې کبله سخت او خطرناک و، چې انګریزانو له وتلو وروسته یې د لومړي ځل لپاره د افغان ځواکونو اراده ننګوله. په جبهه یي جګړو کې کله هم طالبان له بهرنیو ځواکونو سره دومره په جرات او لېوالتیا ندي کېوتي. اصلي‌خبره دانده، چې ولې د انګریزانو پرضد ونه جنګېدل اصلي، خبره داده، چې ددې جګړې وژل شوي جسدونه یوازې افراد نه ول، ترشا یې لوی ناورین پرایښی دی.د سروان کلا خونړی داستان په هلمند کې مشهور دی، ترسلو ډېر کورونه بې سرپرسته شوي او په همدې شمېر کونډې او یتیمان د اسمان داد ته ناست دي. که دا عواقب په ملي‌اردو کې او یا په طالب جنګیاليو کې مطالعه شي اما په مجموعي توګه زيانمې شوې کورنۍ ټولې افغانې کورنۍ دي، چې په تذکرو کې یې  په هویت لیکنه او مسلمانۍ ليکنه له څو وروځو راهیسې زموږ دعوه ده.

له تېرو دریو ورځو په بادغيس کې سخته جګړه روانه ده. وروستي راپورونه وايي، چې تراویا ډېر وسله وال جنګيالي او د لسو په شمېر افغان سرتیري وژل شوي دي. د جنګ د قاعدې له مخې د ټپیانو شمېر به دوژل شوو درې برابره وي. د بادغیس جنګ ته یوازې د فراه، فاریاب او بادغیس طالبان ورغلي‌دي، مګر له بده مرغه دغسې جنګونو د جنګیاليو په شمېر تاثير ندی کړی. عوامل پرځای پراته دي او د وژل شوي طالب تشه يو بل جنګیالی ډکه کړي او د بادغیس پرځای سبا په زابل او یا جوزجان کې له افغان ځواکونو سره ښکېل وي.

د دښمن د مورال ځپلو لپاره د وراوښتو تلفاتو امار خپرول د افغانستان د روان جنګ د پروپاګندې مثبت رول نشي لوبولای، ځکه چې په عوامو کې عاطفه د وژنې په نسبت د جنګیاليو د نجات تنده لري. عوام په کليو کې اوسېږي له طالب سره د عقيدوي مینې او خپلوۍ پر بنسټ نه بلکې د هغو نتايجو او بدو تجربو پربنیاد د چا د مرګ په غندنه یا ستاينه کې قضاوت کوي، چې دوی یې هره ورځ د سرپه سترګو ویني. هر کلي ته چې جنازه راشي لالهانده سپېره ماشومان ترې سرلوي تاويږي، بوره مور خاورې پرمخ مږي او کونډه مېرمن ویښتان شوکوي. د هر مرګ ترشاه د معصومو او ناچاره انسانانو یو لښکر خوار شي. دغسې جنګ چې ناوړه اغېزې یې په ټول کلي خوروې وي او ترکلونو دوام کوي،‌د ملامت او سلامت تفکيک یې عوامو ته سخت دی، عوام هغه څه مني چې په سترګو یې ويني او هغه د یوې کورنۍ خواري، لوږه او د بې کسۍ اسره ده.

 له وژل شوو جنګياليو ميراثې کورنۍ نن د دښمن کورنۍ دي، محتاجي یې په فتوحاتو کې ځای لري،  خو سبا همدا د دولتونو د اوږو او غرور بار دی، چې کله هم یې دداسې ورځې خوب ندی ليدلی.

زموږ زړونو منلې چې په نیابتي جنګ کې ښکېل یو، د بل چا لپاره د استخباراتي جګړې ابزار یو، خو د خپل بري لپاره د وژل شوو په شمېرو ځانونه خوشالوو، بامسوولیته چلند دادی، چې له عاطفې سره هم څه منطقي دريځ غوره کړو. مرګ زموږ حل لاره نده او په تعدد یې افتخار او یا تبليغاتي خپراوی یې د عوامو روحيه ځپي.

One thought on “جنګ د ګټلو په ارمان چې وي، خاتمه نه مومي”
  1. په ډیره خواشینی سره باید ووایو چی د جګړی دواړه خواوی افغانان ، پښتانه او مسلمانان دی. دواړه لوریو ته پښتانه وژل کیږی. دواړه خواوی د خپل ګران هیواد د آزادی او خپلواکی لپاره ځانونه قربانوی. هریو دعوه لری چی تر هغه بل زه پر خپل هیواد ډیر مین یم. په عمل کی مونږ ته معلومیږی چی یو لوری یی د خپل هیواد ورانۍ او بربادۍ ته ملاتړلی او فکر کوی چی پدی کار سره به زه خپل دښمن ته ماتی ورکړم. په وژلو ، ورانولو، سوځولو ، بمونو کیښودلو جګړه پای ته نه رسیږی.
    زمونږ له دی کور ورانونکی جګړی نه د هیواد کورنی او باندنی دښمنان کټه پورته کوی. پښتون قوم له قاطع اکثریت نه یوه اقلیت ته راکښته شویدی . په پارلمان کی د طالبانو د مخالفت له امله په ډیرو پښتنی سیمو کی انتخابات ترسره نه شول او د هغوی پرځای د نورو قومونو نمایندګانو دا خلا ډکه کړه چی اوس یی په خپله ګټه له دی څوکیو نه کار اخلی. دادی اوس نه اسلام منی او نه افغان .
    زمونږ په سیمه کی ښوونځی، روغتونونه ، فابریکی ، پوهنتون او هرڅه له منځه ولاړل. لویی لاری او سرکونه د بمونو له لاسه ویجاړ پراته دی. له اقتصاد ی لحاظه د نړۍ تر ټولو هیوادونو شاته پاته یو.
    د پورتنی تبصری په تایید مونږ پدی کور ګډی جګړه کی بری نه لرو که بریالی هم شو هماغه کیسه ده لکه چی کوم هوښيار سړی له چا وپوښتل چی ګټه دی وکړه ؟ په ځواب کیی و ویل چی هو . نو بیا یی تر وپوښتل چی له چا د ګټه وکړه ؟ ورته ویل یی چی له وروره ، نوبیا هوښیار سړی ورته وویل چی دا خو ګټه نه ده . له وژلی وروره خو پریښی وطن ښه ده.
    که تاسی فکر کوی چی کوم بل څوک به راوړاندی شی او زمونږ تر منځ به سوله وکړی ، ګومان نه کوم . ځکه چی زمونږ له جګړی نور خلک ګټه اخلی او دهغوی غوا لنګه ده ، ډیری شیدی او کوچ تری ټولوی. مګر قربانی مونږ ورکوو.
    د حل لار: په خپلو کی سره کښینی ، جرګی جوړی کړی ، یو واحد مشر چی د عقل ، لیاقت او پوهی له لحاظه تر ټولو پوه وی ، وټاکی او بیا په ټینګه د هغه ملا ور وتړی . تاسی بیا وګوری چی یوځل بیا د میرویس هوتکی او احمدشاه درانی دوران به بیا احیا شی او هیڅ کونی او باندنی غلیم به ستاسو خوا ته په کږه ونشی کتلای. د هغی ورځی د راتلو په هیله. حضرت بریال

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *