۱۵ ثور ۱۳۹۴
خبریال: ظفر باوري پکتیکا – د پکتیکا ولایت یو شمېر جهادي مشران وايي چې دولت دې د سولې په خبرو کې له ډیر احتیاط څخه کار واخلي، سپیڅلي کسان د سولې روانو خبرو ته ورمعرفي کړي، او د مقابل لوري غوښتني دې هم په پام کي ونیول شي.

دغه جهادي مشران چې نن ورځ د ارګون په ولسوالی کې د سولي تر نامه لاندي په یوه لویه غونډه کې سره راټول شوي وه وايي چې د سولي د راوستو لپاره باید د دواړو خواوو په خوښه بې طرفه دریم ګړي خوښ شي او وروسته دي یاده پروسه روانه شي.

د ارګون ولسوالی یوتن قومي مشر او جهادي شخصیت مولوي حبیب الله جان په دې غونډه کې په قطر کې دسولي روانو خبرو ته هیله مندي وښوده او له هیواد والو یې وغوښتل چې د تیر په څیر د خبرو اترو په منځ کې اخلال رامنځته نکړي.

هغه وویل کله چې د حکومت او وسلولو مخالفینو ترمنځ خبري مهم پړاو ته داخلیږي نو هرځل د پردیو په اشاره یو شمېر کسان د مدني ټولنو، د ښځو د حقوقو، او د بشر د حقوقو په نوم راپورته کیږي او وايي چې دسولي په خبرو کې باید دتیرو کلونو لاسته راوړني له منځه لاړي نشي چې دا خبري د سولي په پروسه اثر اچوي او بلاخره له کومي نتیجې پرته پای ته رسیږي.

د ځدراڼو د قوم یو تن قومي مشر او جهادي رهبر آمر ګل باز بیا وايي چې دولت او وسلوال مخالفین دي په ګډه دریم ګړي خوښ کړي او وروسته دي دا خبري په ارامه مخي ته بوځي.

نوموړی وايي چي د سولي په خبرو کې د مخالفینو غوښتني هم په نظر کې ونیول شي ځکه د هغه په خبره هغوی چې وینه تویوي نو حتمآ به یو څه غواړي.

د پکتیکا د مدني ټولنو د همغږی د دفتر مشر یعقوب خان منظور چې داغونډه یې جوړه کړي وه وویل چې افغانستان اوس یوې ذهني او قلمي جګړې ته اړتیا لري تر څو د خلکو ذهن جوړ شي او په دې وپوهیږي چې روانه جګړه د چا په ګټه ده او چا په تاوان.

د یادولو وړ ده چې د غونډي په پای کې دغو خلکو د سولي لپاره کوتري هوا ته والوزولي او د نمایش په ډول یې یو شمېر پلاستیکي صلاوو ته اور ور کړ او د ښوونځیو په زده کوونکو یې کتابچې او قلمونه وویشل.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *