تاند – پخوانی جهادي مشر سید حسین انوري د ورپیښې ناروغي له امله وفات شو. انوري د شیعه و د حرکت اسلامي حزب مشر و او په هند کې تر درملنې لاندې و. دی په سرطان ناروغي اخته و.
انوري په پروان ولایت کې زیږیدلی و. ده د پخواني ولسمشر حامد کرزي په حکومت کې بیلابیلې دندې درلودې چې په دغو کې د هرات او کابل والي پاتې شوی و.
وروسته تر دې چې طالبانو کابل ونیو انوري له شمال ایتلاف سره یو ځای شو او د طالبانو د رژیم له ماتې وروسته د کرهڼې وزیر شو.