له تیرو څو کالونو راهیسي زمونږ د ټولنې په شتون ددین او مذهب په نامه وژنې روانې دي

لومړۍ د پردۍ ټولنې د وحشت کیسه بیانومه ، په هندوستان کې څو تنه مسلمانان غوايي ته په سپکاوي ووژل شول هغه هم په داسې حال کې چې د هندوستان په اساسي قانون کې هم دا اجازه شتون لري ، چې هر وګړی کولای شي په آزادنه ډول خپل مذهبي رسوم ته رسیدنه وکړي ، او ددې تر څنګ هند د زياتو مذهبونو او ژبو درلودو او همپالنې له امله د نړۍ ترټولو لویې دیموکراسۍ لقب یې خپل کړی .

خو ددې ټولو سره په هند کې غوايي / غوا د سپکاوی په تور څو تنه مسلمانان ووژل شول ځکه چې هندو مذهب کې غوا / غوایي ډیر ستر مقام لري خو آیا د انسان وینو تویول روا دي ؟؟؟

خو دا وحشیانه عمل باید ولی په یوه پرمختللې ټولنې کې منځ ته راشي ځکه چې دیني او مذهبي پیروان د جهالت په زنځیرونو ګیر دي او د خپل دین او مذهب نه  یو ګام مخکې وي او د عصر بشر په همدې شکل عاطفه له لاسه ورکوي ، دین او مذهب ډیر پیچلی او مشکل شي چې انسان د وینو تویول ورته آسانه بريښي .

له پردۍ ټولنې خپل ټولنې ته نظر اچوم ، زما په ټولنې کې داسې ناخوالې شتون لري ، چې په شتون یې ددین په نوم تور داغ دی لکه د فرخندې وژنه ، فرخنده هم ددین په نامه وژل شوې ، دا چې تر شا یې کومه کیسه ده دا پټه پاتې شوه .د فرخندې وژنه يوه ویره وه چې تر اوسه په ټولنې کې پاتې ده او څوک نشي کولای دین او مذهب په اړه باعث وکړي .

له فرخندې وروسته د جهالت زنځیر د پښتونخوا زلمو تر پښو وغځیدو او هلته هم زده کړیالان د وحشت ښکار شول او یو زده کړیال مشال خان یې دین ته د سپکاوي په تور واوژو .

په داسې حال کې چې په هیځ دین او مذهب کې د انسان وینو تویول نه دي ویل شوي، او دا هم باید وایم چې دا وحشت به په ځلونو ، ځلونو تکرار شي او ددې ټولو ناخوالو علت د مذهبي او ددین ادیان او علما وي ځکه چې دوی په سم شکل دین نورو ته نه اتتقالوي په اصل کې دوی هم په سم شکل پوهاوی د دین په اړه نه لري او ددې تر څنګ داسې کړۍ هم شتون لري چې له دوی په استفادې خپلو موخو ته ځانونه رسوي . خبر دا ده چې یوه ټولنه څنګه دیګ بخار جوړيږي او هغه کله الوزي ددې ټولو تر شا دیني علماوو او نا پوه  مذهبي ادیان لاس وي   .

لکه څنګه چې یو انسان په اوسني وضعیت کې ځانمرکي کولو ته چمتو کیږي علت یې هم همدا علما دي چې نه دوی له دین آګاه دي او نه نورو ته سمه پوهاوی ورکوي .

په اصل کې ضعف دین کې نه بلکې د ديني علماوو او مذهبي ادیانو کې دی . او دوی په ټولنو کې د لویو فاجعو لپاره ساتل کیږي خو ځیني کړۍ شتون لري چې چې د علماوو نه په استفادې غواړي نورو ته دین ضعیف ښکاره کړي .

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *