تاند، دوشنبه، د ثور ۲۲مه: د ایران د بهرنیو چارو وزیر جواد ظریف تېره شپه خپل افغان سیال حنیف اتمر سره تلفوني اړیکه نیولې او په هریرود سیند کې یې د ایراني ځواکونو لخوا د افغان کارګرو د مړو غورځولو په موضوع خبرې ورسره کړې دي.
دواړو مشرانو د دغې وحشتناکې پېښې په اړه د ګډو پلټنو لپاره د ټیم تشکیلولو باندې هوکړه کړې ده.
د افغانستان د بهرنیو چارو سرپرست وزیر ښاغلي جواد ظریف ته دا هم روښانه کړې ده چې افغان حکومت لاس تر زنې ناست نه دی او تر دې دمه یې خپل یو پلټونکی پلاوی هرات ته استولی دی.
بلخوا جواد ظریف هم ډاډ ورکړی چې ایران هم غواړي په دې تړاو خپلې پلټنې پیل کړي، خو دواړو لوریو په دې اړه هم هوکړه کړې چې د دواړو لوریو پلټونکي پلاوي کولی شي په هرات او مشهد کې ناستې پیل کړي.
دا په داسې حال کې ده چې لس ورځې وړاندې ایراني ځواکونو له افغانستان څخه ور اوښتي ۵۷ افغان کارګر له شکنجې وروسته د هریرود سیند ته وغورځول چې تر اوسه یې د ۱۸ کسانو مړي موندل شوي او ۱۶ تنه یې له اوبو څخه ژغورل شوي دي.
ایران څو ورځې له دغې وحشتناکې پېښې منکر و خو د ګڼو لوریو لخوا تر غندنو وروسته او د شواهدو له رابرسیره کېدو وروسته ایران منلې چې په دې اړه پلټنې وشي.
افغانستان د دغې پېښې د څېړلو لپاره خپل لس کسیز پلاوی د حمید طهماسي په مشرۍ ټاکلی چې د کورنیو چارو، دفاع وزارت، ملي امنیت او نورو ادارو استازي هم په کې شامل دي او دا مهال په هرات کې پلټنې کوي.
ترکومه ځایه چې مالوستلي دي ، د افغانستان او پارس یا اوسني ایران ترمنځ رسمي سرحد یا پوله مشخص او دیمرکیشن شوی ده ، په هرو دوه درې کیلومتره مسافه کې یوه نښه اېښودل شوی ده چې ټولې 175 نښې او علامې لري . د دواړو هېوادونو ترمنځ ټوله پوله د ذوالفقار له ورخه تر ملک سیاه پورې چې په نیمروز کې د سیاکوه وروستۍ برخه ده، 945 کیلومتره اوږدوالی لري. د ایران د کورنیو چارو وزارت او سرحدي پولیسو خپلې خواته پوخ سرک ، کانکرېټي پوستې او نورې موانع جوړې کړيدي چې د افغانستان له خوا د غیرقانوني مهاجرو او قاچاق برانو د وراوښتلو لپاره خورا ستونزمن کار دی . خو کله کله قاچاقبران د ایران له سرحدي پوستو سره توافق کوي چې د یومعین مقدار پیسو په بدل کې هغوی ته د وراوښتلو چانس برابر کړي.
که تصادفا د ایراني اړخ د سرحدي ګزمو او پوله ساتونکو له خوا زمونږ ځوانان ولیدل شي ، تر نیولو وروسته ډېر په بېرحمانه توګه شکنجه کیږي ، شکنجه خونو ته وړل کیږي او یو زیات شمېر یې ټپیان او بېرته له پولې را اړول کیږي چې د ایرانیانو په اصطلاح رد مرز کیږي.
په اوسنۍ نړۍ کې په ډېرو هېوادونو کې پولو تر یو ځایه خپل اهمیت له لاسه ورکړی خو زمونږ لوېدیز ګاونډی په کوم ځای کې یې چې ګټه وي د همزبوني ، هم دیني او همفرهنګي او یا اسلام مرز ندارد ، مونږ په افغانستان کې جمهوري اسلامي غواړو – تر شعارونو لاندې د افغانانو په مقابل کې دومره حساس او ظالم دي چې د فلسیطینیانو په مقابل کې د یهودیانو ظلم او تعدی ورته په هېڅ حسابیږي.
پداسې حال کې چې د افغانستان او ایران ترمنځ د بندیانو د تبادلې او په مختلفو برخو کې دوه اړخیزې موافقتنامې لاسلیک شویدي ، بیا هم هرکال په زرګونه افغانان د خپل لوېدیز ګاونډي له لاسه چې ظاهرا په هېڅ برخه کې کومه ستونزه له مونږ سره نلري ، وژل کیږي. دوی زمونږ له اوبو سل سلیزه مفته ګټه پورته کوي ، د سلیمانی په شان سل ګونه جاسوسان او قوماندانان یې بې ویزې د افغانستان په هر ولایت او ولسوالۍ کې چکرې وهي ، د افغانستان په پارلمان کې ایراني اتباع د رسمي وکیل په حیث رالیږي ، د ګوندونو د مشرانو په سطحه رسمي جاسوسان لري ، د امام خمیني د امداد یا مرستو کمېټه بې له کومې اجازې او رسمي توافقه خپلو جاسوسي فعالیتونو ته د هېواد په هره برخه کې دوام ورکوي ، د ایران کلتوري یرغل د خپرېدو او د رسنیوملاتړ ، ایراني مکتبونو او مدرسو خو څوک پوښتنه هم نه کوي …. د دغو مداخلو لست ډېر اوږد دی .
بنا د افغانستان رسمي مقامات باید له خپلو سیالانو سره په پورته ذکر شویو ستونزو هر اړخیزې خبرې وکړي ، زمونږ ځوانان که په غیرقانوني لارو هلته ورځي د ایران دولت ، سیاست او کورنیو چارو کې مداخله نه کوي ، بلکې د دوی هېواد ورته آبادوي ، کار ورته کوي او یوه مړۍ حلاله روزې لاسته راوړي. البته که چا جرم او یا له نورو قوانینو سرغړونه وکړه ، هغه بیا د قانون په چوکاټ کې خپله سزا ویني.
که زمونږ ځوانان ایران او یا د ایران له لارې نورو هېوادونو ته قاچاقي سفر کوي ، تر نیولو وروسته باید ونه ځورول شي ، وژل خو یې په هېڅ قانون کې ندی روا . صرف د دوه اړخیزو موافقتنامو پراساس باید چلن ورسره وشي.