تاند، چهارشنبه، د ثور ۱۰مه: د ایران د بهرنیو چارو وزیر جواد ظریف، له ولسمشر غني او پخواني اجرائیه ئیس عبدالله سره په جلا تلفوني تماسونو کې د کورونا پر ضد مبارزه او سوله باندې خبرې کړې دي.
د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي وايي، ولسمشر غني له جواد ظریف سره په ایران کې د افغان کډوالو په مشکلاتو هم غږېدلی او د حل غوښتنه یې ترې کړې ده.
په دغه تلفوني تماس کې جواد ظریف ولسمشر ته ډاډ ورکړی چې هیواد یې هڅه کوي په افغانستان کې د اوربند په اړه سیمه ییزې اجماع لپاره کار وکړي.
بلخوا عبدالله عبدالله لیکلي چې له ده سره هم جواد ظریف د سولې په اړه د سیمه ییزې اجماع او عاجل اوربند په ټکو بحث کړی دی.
عبدالله ویلي چې جواد ظریف ورته ډاډ ورکړی چې ایران به له کورونا سره په مبارزه کې د افغانستان ملاتړ وکړي.
دا دویم ځل دی چې جواد ظریف په دوه اوونیو کې دویم ځل له ولسمشر غني سره په اوربند او له کورونا سره د مبارزې په اړه غږېږي.
ایران پر طالبانو لوړ نفوذ لرونکی هیواد دی او په اوربند کې یې پر طالبانو زیات زور رسېږي.
ایران همدا راز په شمال ټلواله هم زیات نفوذي هیواد بلل کېږي چې د سیاسي اختلافاتو په حل کې یې پر عبدالله خبره ډېره تاثیر لري.