تاند، چهار شنبه، د قوس ۶مه: د ایران د باندنیو چارو وزیر جواد ظریف وايي، تهران چمتو دی چې په ګاونډي هېواد افغانستان کې د سولې د راتلو لپاره د سیاسي ډلو، حکومت او ښکیلو خواو تر منځ د روغې جوړې د خبرو لار هواره کړي.
د ایراني رسنیو له قوله، ښاغلي ظریف دا څرګندونې تېره د طالبانو له سیاسي مرستیال ملا برادر سره په کتنه کې کړې دي.
ښاغلي ظریف ویلي، تهران به هڅه وکړي چې د سیاسي لوریو، حکومت او طالبانو تر منځ د مذاکراتو لپاره د دریمګړي رول ولوبوي او په دې برخه کې خنډونه له منځه یوسي.
دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین هم تهران ته د ملا برادر د دویم سفر اجنډا د سولې مسئله ښودلې ده.
د طالبانو او امریکا تر منځ د سولې خبرې له ماتې سره مخ شوي خو له څو ورځو راهیسې یې د بیا پیل لپاره هڅې روانې دي.