تاند- د ایران د بهرنیو چارو وزیر جواد ظریف نن /یکشنبه/ په کابل کې د افغانستان په بیارغونه کې د ایران د رول د ستایلو په ترڅ کې وویل چې هیواد به یې په ټولو برخو کې د افغانستان ملاتړ وکړي.

ظریف په کابل کې له خپل افغان ساري صلاح الدین رباني سره له کتنې وروسته په یوه ګډه خبري غونډه کې د افغانانو مېلمه پالنه وستایله.

ده د افغانستان وروستي تروریستي بریدونه وغندل او د قربانیانو له کورنیو سره یې خواخوږي څرګنده کړه.

ظریف همداراز وویل، ایران او افغانستان په یوه خطرناکه سیمه کې موقعیت لري چې د پردیو د مداخلو له کبله د سختدریځو ډلو له خطر سره مخامخ دي.

ده زیاته کړه، هلې ځلې روانې دي چې د دغو خطرونو مخه ونیول شي او د ترهګرو بې رحمۍ به بالاخره هغه کسان ژوبل کړي چې سختدریځي تشویقوي.

د افغانستان حکومت او نړیوال ملاتړ یې په زغرده وايي چې پاکستان، ایران او اوس روسیه د سختدریځو ملاتړ کوي.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر د تاوتریخوالو او سختدریځۍ د مخنیوي لپاره له افغانستان سره د همکاریو د زیاتولو غوښتنه وکړه.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر یادونه وکړه چې اوس په ایران کې ۴۱۰ زره افغان زده کوونکي په ښوونځیو او ۱۷ زره محصلان په پوهنتونونو کې درس وايي او د دې ترڅنګ ۳ ملیونه افغانان په ایران کې د مهاجرو په توګه اوسي.

One thought on “جواد ظریف وايي سختدریځې به بالاخره خپل تشویقوونکي ژوبل کړي”
  1. آقای جواد ظريف ، اينرا نګفتید که چند هزار افغان در جنګ سوريه کشته شدند؟ ما بد بختیم که مانـند ايران و پاکستان کشورهای بیرحم وخدا ناترس همسایه داریم ، صبر کنید نوبت تان میرسد

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *