د باران ټکا وه. کوټه به د بریښنا رڼا رڼه کړه او بیرته به تیاره شوه. سړي پر تخت په کمپله کې پښې وغځولې او دیوال ته یې تکیه وکړه. د بریښنا داسې رڼا وه لکه د کازینو د څراغونو.

نن شپه له سړي سره پیسې نه وې چې جواري وکړي. د بریښنا رڼا ته یې موبایل وځلیده:

« که مې موبایل خرڅ کړم »

موبایل ته یې په تیاره کې لاس وروغځاوه. لس بجې کیدې:

« که په کازینو کې چا واخیست»

د تخت له پښو سره یې لاس وتپاوه، جرابې یې راواخیستې. یوه جرابه یې په پښو کړه بله یې په دالان کې پښو ته کړه او د جمپر خولۍ یې پر سر راکش کړه.

په باران کې یې منډه کړه او ساه نیولی د کازینو څراغونو ته ودرید. سترګې یې وځلیدې. ورننوت. د سګریټو لوګي دلته هلته کړۍ کړۍ راپورته کیدل. موبایل یې په موټ کې ونیو. یوه سړي د لوبو د ماشین بټن کلکه ټینګه کړه او مخ یې راواړاوه، دی وروړاندې شو ورو یې ورته وویل:

– موبایل مې خرڅوم نه یې اخلئ

هغه شونډې بوڅې کړې. بل یوه ته ورغی. هغه ترې په شا شو. د یوې ښځې څنګ ته ودرید. هغې ورته وخندل. د ده شونډې هم ویړې شوې. ښځې ورته وویل:

– ښایسته موبایل دی

– خرڅوم یې

ښځې موبایل راواخیست او دی یې ښکل کړ، بیا یې ورته وویل:

– زما شو

سړي پر خپل موبایل غوټه کړه. ښځې چیغي کړې. ساتونکو سړی په ټیله ټيله له کازینو وایست.

                                         پراګ

ځواب دلته پرېږدئ