Corn
د جوارو علمي نوم (Zea mays) ده په انګریزۍ کې ورته ( Indian corn or maize) هم وایي. د کورنۍ نوم ېې پو اېسای (Poaceae) او د غلې نبات ده. د امریکا هندیانو کورنی کړی. جوار د بیولوجیکي د سوڼ د تېلو (biofuel) په تولید کې، د انسان د خوړو په توګه، د حیوان د خوړو په توګه او په صنعت کې د خامو موادو په توګه کاریږي. جوار په لومړي ځل ۱۰۰۰۰ کاله وړاندې د مکسیکو اصلي خلکو کورنی کړی. کله چې اروپایانو امریکا کشف کړه کریسټوف کولمبوس (Christopher Columbus) جوار له ځان سره اروپا ته را انتقال کړل له اروپا څخه ځنې نورو د اروپا د سیمو کشف کوونکو د نړۍ نورو برخو ته انتقال کړل. جوار له ۵۸° د شمالي نیمې کرې له عرض البلد چې په کاناډا او روسیه کې ده تر ۴۰° د جنوبي کرې عرض البلد چې په جنوبي امریکا کې ده کرل کیږي. سیده کلکه ساقه لري، اوږدې نرۍ پاڼې لري. سټامینېټ (Staminate) چې نر ګل ده په تاسېل (tassel) یا د جوار د ساقې په سر کې پیدا کیږي او پیسټیلېټ (pistillate) چې ښځه ګل ده د جوار د وږي په ځای کې وي له کوم چې د جوار وږی جوړیږي. د خوړو په توګه زېات کارېدونکي زېړ او سپین جوار دي. د جوارو دانې (kernels) نور رنګونه هم لري لکه تور رنګ، سور، نیله او ګلابي رنګ. د جوار هر وږی (ear) په پاڼو پوښل شوی وي چې پاڼو ته ېې (shucks) یا (husks) نومونه اخلي. د جوارو ځنې صنعتي ډولونه ته په جنتیکي توګه تغیر ورکړل شوی تر څو له (Bacillus thuringiensis) څخه پروتین تولید کړي او د وښو وژونکو کیمیاوي توکو (herbicide glyphosate) سره مقاومت وکړي. له دې پرته ځنې جنتیکي تغیر د وچکالۍ سره د مقاومت لپاره پکې راوړل شوی.
د سوداګرۍ له مخې د جوارو طبقه بندي د جوارو د دانې له مخې شوې چې خپل نومونه لري: خواږه جوار (sweet corn)، د اوړو جوار (flour corn)، معطر او نیمه شفاف جوار (flint corn)، په سر کې ژوره لرونکې د جوار دانه (dent corn) او د پولۍ جوار (popcorn).
په سر کې ژوره لرونکې د جوار دانې په سر کې ژوروالی موجود وي چې په دانه کې د نشایستې (starch) له کومې چې دانه جوړه شوي کله چې په دانه کې په نا مساوي توګه وچ شي د دانې په سر یا تاج (crown of the kernel) کې ژوروالی رامنځته کیږي. معطر یا نیمه شفاف جوارو (flint corn) کې نشایسته کم نرموالی لري او په دانه کې ېې کوم ژوروالی نشته. د اوړو په جوارو کې نشایسته خورا زېاته نرمه ده او دانه ېې په ډېر اسانۍ میده کیږي. خواږه جوار غونجه شوې یا چین لرونکې دانه لري د دې نبات بوره لکه د نورو جوارو په څېر په نشایستې نه بدلیږي. د پولۍ جوار د نیمه روڼ یا شفاف تر ټول سخت ډول ده چې وړې سختې دانې لري، د دې جوارو په دانه کې هېڅ نرمه نشایسته نشته او تودوخه د دې جوارو په دانه کې د حجراتو د لویدو یا غټېدو لامل ګرځي. په جوارو کې ښه والی د دوه رګه کولو (hybridization) له وجې رامنځته شو.
د نورو غلو په پرتله د جوارو پروتین کمزوری کیفیت لري او نیاسین (niacin) یا نیکوتینیکي اسید ېې کافي ندي. په پرله پسې توګه د ډوډۍ یا نورې غلې په ځای د جوارو خوړل د پلاګرا (pellagra) ناروغۍ لامل ګرځي (د نیاسین د کموالي له وجې پلاګرا ناروغي پیدا کیږي). د نورو غلو په پرتله د جوارو ګلوتین (gluten) یا الاستیکي پروتین هم ښه کیفیت نلري او په همدې وجه لکه د غنمو په څېر قاتېدونکې ډوډۍ یا خمره شوې ډوډۍ نشي ترې پخېدلای. د لاتیني امریکا په پخلنځي کې د ماسا (masa) په نامه خواړه ترې پخیږي له جوارو ایتانول یا ایتیل الکول (ethanol or ethyl alcohol) هم جوړیږي مګر له ساقې څخه ېې بیا سلولوزیک ایتانول ( Cellulosic ethanol) تولیدیږي. په لاندې انځور کې د جوار د نبات په صنعت کې کارېدنه وګورئ